د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۱

لوی څارنوالۍ: د بري لیکونو وېش باید وځنډول شي


 د لوی څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري
د لوی څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري
په داسې حال کې، چې د انتخاباتو کمسیون د ولسي جرګې بریالیو کاندیدانو ته د بري لیکونو د ویشل پیل کړي، د افغانستان لوی څارنوالۍ وایي، چې دوي ته رسېدلي زیاتره شکایتونه جدي دي او د انتخاباتو کمسیون باید د څیړنو ترپایه پوې د بري لیکونو د ورکولو لړۍ وځنډوي.

د لوی څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري، چې د دوشنبې په ورځ یي د لسګونو معترضه کاندیدانو په ګڼه ګوڼه کې له رسنېو سره خبرې کولې وویل، چې د دوي څیړنې به د راتلونکې اونۍ ترپایه بشپړې او دوسیه به یي محکمې ته واستولې شي:

(موږ کوښښ کوو وکیلان زموږ سره همکار دي په دغه اونۍ کې زموږ کورنۍ څیړنې سرته رسیږي، په نوی اونۍ کې بیا د کمیسینونو خوا ته ځو او خپلې څیړنې به ددوي نه پیل کړو هیله ده چې ژر ځواب راکړي او په راتلونکې اونۍ کې به موږ محکمې ته هم ولیږو.)

ښاغلي نظري همدا راز وویل، چې دوي په انتخاباتو کې د درغلیو په تور یو شمېر نور کسان هم نیولي، چې له دې سره د نیول شوېو کسانو شمېر دولسو تنو ته رسیږي، خو هغه د وروستیو نیول شوېو کسانو د هویت په اړه څه و نه ویل.

خو د انتخاباتو کمسیون، چې د دوشنبې له ورځې یی بریالیو کاندیدانو ته د بري لیکونو ویش پیل کړې وایي، چې دوي دا کار د قانون له مخې کړې.

د دغه کمسیون ویاند نور محمد نور دا په ډاګه کړه، چې د بري لیکونو د ویش لړۍ به هیڅ کله هم د لوی څارنوالۍ د اقداماتو او څیړنو په وړاندې خنډ نه شي:

(هغه کاندیدان چې په وروستۍ پایلو کې بریالي شوي دي نن په رسمي توګه د ټاکنو د کمیسیون له خو بري لیکونه ورکول کیږي که جرمي مسایل رامخته کیږي په دې برخه کې لویه څارنوالۍ کولای شي چې پلټنه وکړي او هیڅ ډول ممانعت دوي ته نشته.)

لویه څارنوالۍ دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې په کابل کې په لسګونو معترضه کاندیدانو، چې د لوی څارنوالۍ مخې ته راټول شوي وو، د انتخاباتو او انتخاباتي شکایتونو د کمسیونونو پر ضد د سختو اقداماتو غوښتنه کوله.

په دغه ډله کې د کوچیانو یوې کاندیدې په خپلو خبرو کې د انتخاباتو اعلان شوي نتایج د نه منلو وړ وبلل او د یادو شوېو کمسیونونو چارواکي یي په درغلیو تورن کړل:

له دې هر څه سره، بیا هم د غزني ولایت د انتخاباتو نتایج تر اوسه نه دي اعلان شوي، د انتخاباتو د کمېسیون چارواکي وايي، چې دغه نتایج د تخنیکي ستونزي له امله ځنډېدلي دي، خو د غزني خلکو ویلي چې په دغه ولایت کې انتخابات باید له سره وشي او دغه انتخابات دوي ته د منلو وړ نه دي.

همدارنګه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونو ناراضه کاندیدانو ګواښ کړی، چې که یې غږ وانه ورېدل شي نو دوي به جدي غبرګونونه وښيي.

راپور- معصوم میوند،کابل
XS
SM
MD
LG