د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۲

افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیت سپارل به د شمال ۳ ولایتونو څخه پیلیږي


د دې مجلې له راپور سره سم به افغان امنيتي ځواکونو ته د دغو درو ولايتونو د ټولو امنيتي چارو د سپارلو لړۍ په شپږو مياشتو کې بشپړه شي.
د دې مجلې له راپور سره سم به افغان امنيتي ځواکونو ته د دغو درو ولايتونو د ټولو امنيتي چارو د سپارلو لړۍ په شپږو مياشتو کې بشپړه شي.
د جرمني شپېګل مجلې د هغو درو ولايتونو نومونه خپاره کړل چې نړيوال ځواکونه به د هغو د امنيتي چارو مسووليت راتلونکي پسرلي افغان امنيتي ځواکونو ته وسپاري.

شپېګل جرمنۍ مجلې راپور ورکړ چې د ناټو او امريکايي ځواکونو د قومندان ډېوېډ پټرويس له پټ پلان سره سم به نړيوال ځواکونه د سرپل، سمنګان او بدخشان ولايتونو د امنيتي چارو مسووليت افغان ملي اردو او ملي پوليسو ته په دې شرط وسپاري، چې د افغانستان حکومت يې تاييد کړي.

د دې مجلې له راپور سره سم به افغان امنيتي ځواکونو ته د دغو درو ولايتونو د ټولو امنيتي چارو د سپارلو لړۍ په شپږو مياشتو کې بشپړه شي.

لوېديځ ځواکونه غواړي، چې د ۲۰۱۴ کال تر پايه پورې د افغانستان د ټولو امنيتي چارو مسووليت افغان ځواکونو ته وسپاري.

افغان امنيتي ځواکونو ته د ټولو حربي او امنيتي چارو د سپارلو وروستي کال ۲۰۱۴ ټاکل شوی دی. خو په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونو ملکي مشرمارک سيډول وايي، ښايي تر اعلان شوې نېټې وروسته هم په ځينو سيمو کې د ناټو ځواکونو مرستې ته اړتيا پيدا شي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي مارک سيډويل ويلي، چې د ۲۰۱۴ کال پای وروستۍ نېټه نه ده:

"دا يو هدف دی، چې په حقيقتونو ولاړ دی خو قطعي او تضمين شوې پرېکړه نه ده."

ده همداراز ويلي، چې افغان امنيتي ځواکونو ته د خپل هيواد د امنيتي چارو د سپارنې بهير به سوکه او تدريجي وي - شروع به يې له ځينو ولسواليو وي او ورو ورو به د ولايت تر کچې غځېږي.

سيډويل وويل، چې په ځينو سيمو کې ښايي دا هدفونه تر ټاکل شوي کال (۲۰۱۴) وروسته هم ترلاسه نه شي او په نتيجه کې يې ښايي ناټو ځواکونه مجبوره شي چې په کلونو نور هم همالته پاته شي.

ده په عين حال کې وويل، داسي سيمې چې هلته به تر ۲۰۱۴ وروسته هم د ناټو ځواکونو حضور ته په کې اړتيا پيدا شي ښايي په ټول افغانستان کې يوه يا دوه سيمې وي.
XS
SM
MD
LG