د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۵

مشرانو جرګه:موږ ته د انتخاباتو پایلې د منلو وړ نه دي


د افغانستان د مشرانو جرګې د شکایتونو د اورېدلو کمیسیون وایي، تر هغې چې لویي څارنوالۍ د انتخاباتو په بهیر کې، د انتخاباتو د کمیسیون د تورنو غړو دوسیي نه وي څیړلې، دوي به د انتخاباتو وروستی اعلان شوی پایلي ونه مني.

د مشرانو جرګې د شکایتونو د اورېدلو د کمیسیون ريیس ډاکتر زلمي د شنبې په ورځ، د موضوع په هکله ازادۍ راډیو ته وویل:

(دا زموږ د کمیسیون دنده ده، موږ په رسمي توګه له څارنوالۍ نه غواړو چې د تورنو کسانو دوسيي دې په بیړه وڅیړي او هیڅ یو تورن ته دې اجازه ورنه کړي چې له هېواد څخه بهر لاړ شي او انټرپول پولیسو ته دې خبر ورکړي.)

ده له لویي څارنوالۍ هم وغوښتل، چې د انتخاباتو د خپلواک او د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیونو هغه کارکوونکي چې د انتخاباتو په بهیر کې پرې د درغلیو تورونه لګیدلي، باید له هېواد څخه بهرتګ ته، پرې نه ښودل شي.

د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلي د تېرې چهار شنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا اعلان شوې.

سره له دې چې د انتخاباتو وروستۍ پایلې، د افغانستان د دولت، د امریکا د متحدو ایالاتو او په هېواد کې د یوناما یا د ملګروملتو د سازمان د سیاسي نمایندګۍ د دفتر له خوا د منلو وړ وګرځېدې ، خو د مشرانو جرګې د شکایتونو د اورېدلو کمیسیون، لویه څارنوالۍ او اعتراض کوونکي کاندیدان ورسره موافق نه دي او وایي چې، دې پایلو اعلان دې دلا پلټنو او کره څیړنو په مقصد نورې هم وځنډیږي.

په دې هلکه د لوی څارنوالۍ مرستیال رحمت اله نظري وایي چې، پر شکایتونو یي جدي څیړنې پیل کړي دي، دی وایي:

(موږ ته د تورنو په هکله شکایتونه او اسناد را رسېدلي، موږ یي په څیړلو لاس پورې کړې او که پر چا جرم ثابت شي، دوسیي به محکمې ته هم واستوو او دا کار به په لږه موده کې ترسره شي.)

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د سنبلې د میاشتې په اوه ویشتمه نېټه ترسره او وروستی نتایج یې د اړوند کمیسیون له خوا د تېرې چهارشنبې په ورځ اعلان شول.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي چې، په دې موده کې یي شاوخوا دوه نیم زره شکایتونو په پوره دقت سره څیړلي او پایلي یي اعلانېدو ته چمتو کړي دي، خو دا اعتراضونه اوس هم غلې نه دي او لا پسې زور اخلي چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې پراخې درغلی شوي دي.

راپور : خان محمد(سیند ) کابل
XS
SM
MD
LG