د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۷

له چین څخه افغان لوبغاړي هېواد ته بریالي راستانه شول


نثار احمد بهاوي
نثار احمد بهاوي
د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې چارواکو او د سپورټ یو شمېر مینه والو د هغو افغان لوبغاړو تود هرکلۍ وکړ، چې په چین کې له اسیایي لوبو بریالۍ راستانه شول.

نثار احمد بهاوي، چې په دې سیالیو کې د سپینو زرو او جواد چې د زیړو یا برنزو مډالونه ګټلي وو، په دې سیالیو کې له خپل ګډون څخه خوښ بریښېدل.

دوي وویل، چې په دې پرتمینو سیالیو کې که څه هم د بېلابېلو اسیایي هېوادونو ډیر تکړه لوبغاړو ګډون کړی وو، خو دوي هم په دې سیالیو کې خالي لاس هېواد ته را ستانه نه شول، افغان تکواندو کار نثار احمد بهاوي په دې اړه زیاته کړه:

(ما څلور سیالۍ وکړې، چې یوه مې وبایلله او درې نورې مې وګټلې، ما د سپینوزرو مډال وګاټه زه بخښنه غواړم چې د سرو زرو مډال مې ونشوای ګټلې.

زه ټولو هېواد والو ته د دې مډال مبارکي وایم، د افغان وګړو دعا او د خپلو ښوونکو هڅې وې چې موږ د اسیایي لوبو په شپاړلسم پړاو کې د سپینوزرو مډال وګټو.

زما ډیره په زړه پورې سیالۍ له خپل فلپیني سیال سره وه، ځکه چې په وروستیو شیبو کې زه بریالۍ شوم چې لوبه وګټم.)

په چین کې د اسیایي لوبو د شپاړلسم پړاو په سیالیو کې بل افغان تکواندو کوونکي جواد هم وایي چې دوي په دې سیالیو کې پرته له کومې تجربې ګډون وکړ او وې شو کړای چې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړي:

(ما درې سیالۍ ورکړې.اول سیال مې د قزاقستان وو، دوهم د اردن او دریېم له ټایلنډه وو، ما په دې سیالیو کې هڅه وکړه، چې افغانستان سر لوړی کړم او هیله مې هم داده چې افغانستان سرلوړی وي.

زه د المپیک له ملي کمېټې څخه مننه کوم، چې موږ ته یي لار هواره کړه تر څو په داسې لوېو سیالیو کې پرته له کومې تجربې ګډون وکړم.)

د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې د ورزشي فدراسیونو مشر، محمد هاشم کریمي چې په دې سیالیو کې د افغاني ټیمونو ملګري وو ازادۍ راډیو ته وویل، که څه هم افغان لوبغاړي په ډیرو کمو امکاناتو د سپورټ ډګر ته را وتلي خو بیا یي هم په دې سیالیو کې په میړانه خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې.

نوموړي وویل، چې افغان لوبغاړي پرمختللي سپورتي وسایل او ځایونه نه لري چې په دې برخه کې باید جدي پاملرنه وشي:

(له بده مرغه موږ په افغانستان کې سپورټي ځایونه نه لرو او کله چې موږ د دوي سپورټي ځایونه ولیدل نو ډیر خواشیني شو ځکه په هر یو کیلو مټري کې د هغوي ډیر مدرن سپورټي میدانونه وو.

نو کله چې دا ځایونه افغان لوبغاړو ولیدل د دې ځایونو او چاپیریال تر تاثیر لاندې راغلل، خو بیا هم کله چې دوي په دې سیالیو کې میدان ته ورګډ شول نو ډیر په قهرمانۍ یي مبارزه کوله.

که چېری د دوي لپاره هم همداسې میدانونه او اسټیدیومونه جوړ شي نو زه با ور لرم چې دوي به په هره سیالۍ کې خالي لاس راستانه نه شي.)

د اسیایي لوبو د شپاړلسم پړاو سیالۍ په چین کې د نومبر نهمه پیل شوي چې لاهم روانې دي په دغه سیالیو کې د بېلابېلو برخو نږدې یوسله شل تنه افغان لوبغاړو ګډون کړی دی، چې یو شمېر یي لا هم په چین کې د سیالیو په تمه دي.

راپور: ذکیه غیاثي،کابل
XS
SM
MD
LG