خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې دغه انتخابات د جګړه مارانو د ځواک ننداره بللې او لیکلي که دغه په درغلیو ککړ انتخابات او پایلې یی په خلکو وتپلې شي، نو په راتلونکې ولسي جرګه کې به د جګړه مارانو، د پیسو او فساد دلالانو او سرزورو کسانو راج وي.
ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې راتلونکي څو کلونو کې د افغان دولت په وړاندې سخت ازمیښتونه پراته دې، لکه له ناټو څخه د امنیتي چارو د مسؤلیت اخستل، له وسله والو مخالفینو سره د پخلاینې د بهیر پرمخ بیول، د نشه یی توکو په خلاف مبارزه او په ټولنه کې د اصلاحاتو پلې کول.
خو د ورځپاڼې په وینا دا هغه موارد دي، چې د بریالیو کاندیدانو له لیوالتیا او وس څخه بهر دي او پدې توګه نوی ولسي جرګې ته د خوشبینۍ کچه ډیره ټیټه ده.
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا هم د انتخاباتي شکایتونو په کمسیون خله راسپړلې او د شکایتونو د څیړلو په اړه شوي چلند ته په اشارې پوښتلي، چې دا کمسیون څه غواړي؟
ورځپاڼې لیکلي، که عدلي ادارې او ولسمشر په دې موضوع کې قانوني مداخله نه کوي، ولس به دوی اړ کړي، چې دا کار وکړي او پرې به نږدي، چې افغانستان یو بل بحران ته ورټیل وهلې شي.
باختر نا دولتي ورځپاڼې که څه هم د دیموکراسۍ پر بنسټ د یو غښتلي نظام د رامنځ ته کولو لپاره د غښتلي ملي شورا موجودیت اړین بللې، خو لیکلي، چې د ولسي جرګې په څوکیو روانې ناندرۍ دا خوشبینې له منځه وړي، چې راتلونکې شورا دې له اوسنۍ هغې زیاته معتبره وي.
ورځپاڼې په عینې حال کې د یو شمیر کاندیدانو دا خبردارې هم راخستې، چې ویلي دوی به د خپلو حقوقو د دفاع لپاره د جهاد اعلان وکړي.
د لیزبون په سرمشریزه کې افغانانو ته د خپل هیواد د امنیتي چارو د سپارلو په اړه شوې موافقه بله مسئله ده، چې د کابل چاپ ورځپاڼو پرې نن هم بحثونه کړي.
افغان جرګې نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې د لیزبون سرمشرېزې ته په اشارې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د سرمقالې مهمې برخې راخستي او لیکلي، چې افغانان د خپل هیواد واک غواړي او امریکا باید ددوی دې غوښتنې ته غوږ ونیسي.
ورځپاڼې ددې سرلیکنې په حواله وړاندې لیکي، چې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې شوې یوه نظرپوښتنه ښیۍ، چې افغانان له بهرنیو ځواکونو بې زاره شوي او اوس غواړي، چې د چارو واک په خپل لاس کې واخلي.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د لیزبون غونډه په افغانستان کې د امنیتي چارو د انتقال د بهیر یو مشروط ضمانت بللې، چې د ورځپاڼې په وینا پکې د ناټو او افغانستان دواړو اړتیاوې په پام کې نیول شوي.
خو ورځپاڼې ددغو اهدافو ترلاسه کول د لیزبون د اعلامیی له عملي کولو سره تړلې بللي، که نو د ورځپاڼې په وینا پایلې به یی د تمې خلاف وي.