د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

بشري حقونه: پر افغان ماشومانو زورزیاتی شل په سلو کې زیات شوی


دغه کمسیون دا سروې د ۲۲ ولایتونو په ۶۸ ولسوالیو کې کړې او په کې له ۲۸۰۴ ماشومانو څخه پوښتنې شوي.
دغه کمسیون دا سروې د ۲۲ ولایتونو په ۶۸ ولسوالیو کې کړې او په کې له ۲۸۰۴ ماشومانو څخه پوښتنې شوي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په افغانستان کې د ماشومانو په روان حالت اندېښنه څرګنده کړه.

دغه کمیسیون، چې د ماشومانو د حالت په اړه د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې سروې کړې وایي، چې د ماشومانو پروړاندې تاوتریخوالی د تېر کال په پرتله زیات شوی دي.

دغه کمسیون دا سروې د ۲۲ ولایتونو په ۶۸ ولسوالیو کې کړې او په کې له ۲۸۰۴ ماشومانو څخه پوښتنې شوي.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د ماشومانو د برخې کمیشنرې حمیده برمکې د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د سروې په اړه معلومات وړاندې کړل.

میرمن برمکي وویل، چې دوی په دې سروې کې له ماشومانو سره تړلي ټول مسایل تر پوښښ لاندې راوستلي دي.

"د ۱۳۸۹ لمریز کال د شپږو لومړیو میاشتو رپوټ په اړه ووایم، چې له ۲۸۰۴ ماشومانو سره مو خبرې کړي. د دوی ۱۲اعشاریه ۵ فیصد ښوونځیو ته له تګ څخه محروم دي، په ښاري سیمو کې ۷٪ او په کلیو کې ۳۰٪ له روغتیايي خدمتونو څخه بې برخې دي.

په افغانستان کې۶۰ زره ماشومان په نشه يي توکو روږدي دي او پر ماشومانو جنسي تېری ټکان ورکوونکی دی، چې د تېرکال په پرتله شل فیصده زیاتوالی ښيي."

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د ماشومانو د روان حالت په اړه په داسې حال کې اندېښنه څرګندوي، چې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی مارک سیدویل ويلي، چې افغان ماشومان د لندن، نیویارک او داسې نورو ښارونو په پرتله خوندي دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د ماشومانو د برخې کمیشنره، سره له دې، چې د ماشومانو په روان حالت اندېښنه څرکندوي له اړوندو چارواکو څخه د ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه هم کوي.

"د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له دولتي او نادولتي او نړیوالو بنسټونو او له مدني ټولنو څخه، چې په افغانستان کې فعالیت کوي، غواړي، چې د ماشومانو د حالت د ښه والي لپاره مناسبې تګلارې جوړې کړي.

له افغان او نړیوالو ځواکونو او وسلوالو مخالفینو څخه غواړي، چې د پوځي عملیاتو پرمهال دې استوګن ځایونه، نه په نښه کوي، چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله وانه وړي."

دغه اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي، چې اوس مهال ډېری افغان ماشومان د لوږې او بې وزلۍ له امله په شاقه کارونو بوخت دي.

یو ماشوم، چې د اوسپنې په دوکان کې کار کوي، وايي:

"نوم مې فرید دی، فلز کاري کوم، له سهاره تر ماښامه دلته کار کوم. هوا هم سړه ده څه وکړم مجبوري ده باید کار وکړم."

په افغانستان کې تېرو څو لسیزو جګړو او لوږې ماشومان شاقه کارونو ته اړ کړي، چې دې کار افغان ماشومان له ځینو مهمو حقوقو څخه بې برخې کړي.

د ماشومانو د روان حالت په اړه دا اندیښنې په داسې حال کې ښودل کیږي، چې همدا اوس د افغان حکومت سربیره یو شمیر نړیوالې ادارې هڅه کوي، چې د ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالې مخنیوې وکړي.

خو د کتونکو په وینا دا هڅې یوازې هغه وخت بریالۍ کیدای شي، چې په هیواد کې د ماشومانو د روان حالت اساسي لاملونه په ګوته او له منځه یوړل شي.

راپور: ماریا صدیقي
XS
SM
MD
LG