د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

شفق: په غورماچ کې خراب امنیت درې ولایتونه له ګواښ سره مخ کړي


د فاریاب والي وايي، که امنیتي ځواکونه ښه تجهیز او وروزل شي، ډېر ژر امنیتي مسولیت اخیستو ته تیار یو.
د فاریاب والي وايي، که امنیتي ځواکونه ښه تجهیز او وروزل شي، ډېر ژر امنیتي مسولیت اخیستو ته تیار یو.

د فاریاب ولایت چارواکي وایي، که د سیمې د امنیتي ځواکونو شمېر بشپړ او په ښو وسلو مجهز شي، د دې ولایت امنیتي اندیښنې به له مینځه لاړی او د پراختیایي پروژو پلي کیدو ته به لاره اواره شي.

په فاریاب کې ځایي چارواکي که څه هم د سیمې عمومي امنیتي وضع ښه بولي خو وایي، چې په ځینو سیمو کې د وسله والو مخالفینو هڅو، نه یوازې دې ولایت بلکې شاوخوا پرتو ولایتونو ته هم امنیتي ګواښونه پیښ کړی دی.

د فاریاب والي عبدالحق شفق چې د یکشنبې په ورځ یې په کابل کې، د دغه ولایت او په کی د وسله والو مخالفینو د خوځښت په هکله معلومات ورکول، غورماچ یې د فاریاب ولایت هغه ولسوالۍ وبلله، چې په کې د وسله والو مخالفینو هڅې لیدل کیږي او امنیتي ګواښونه یې پیداکړي دي:

"غورماچ ولسوالۍ د امنیتي پلوه فاریاب او ګاونډیو ولایتونو ته امنیتي ګواښ دی، که په شمال کې د امید په نوم عملیات ترسره شي، درې شمالي ولایتونه فاریاب، سرپل او جوزجان کې په اسانۍ سره امنیت خوندي کیږي."

د فاریاب والي وویل، د تیرو څو میاشتو راهیسې په سیمه کې د مخالفینو فعالیتونو ته تدابیر نیول شوي، چی له امله یو شمېر پراختیایي پروژی پیل او ځیني یې بشپړې شوي دي.

ده داهم وویل، چی په سیمه خلک سوله غواړي او هره ورځ دغه بهیر د خلکو پیوستون ریاتیږي.

ده هیله وښوده، چې دولت دې د سیمې د پولیسو او ملي اردو کمیت او د دوی د وسلو او نورو اړوندو ضرورتونو پوره کیدو ته جدي تدابیر ونیسي.

ښاغلی شفق وویل، په سیمه کې د مخالفینو پرضد عملیات کولی شي،
په لږه موده کې هغوی وځپي."

"افغان ځواکونه ښه تجهیزاتو، روزنې او ښه کمیت ته ضرورت لري، که زموږ د ولایت دا ضرورتونه پوره شي. له دوه زره څوارلسم کال دمخه کولی شو چې د فاریاب امنیت ټینګ کړو."

فاریاب د افغانستان په شمالي برخه کې هغه پروت ولایت دی، چې شاوخوا دوه میلیونه نفوس لري او اکثره خلک یې په کرنه، مالدارۍ او د قالینو په اوبدلو بوخت دي.

خو په دې وروستیو کې په کې د وسله والو مخالفینو یولړ فعالیتونه ولیدل شول، چې د سیمې اوسیدونکي یې اندیښمن کړل.

کارپوهان وایي، وسله وال مخالفین هڅه کوي، چې د هیواد له جنوبي سیمو څخه شمالی ولایتونو ته لاره بېرته کړي او سربیره پردې د ګاونډیو شمالي هیوادونو ځیني ډلې غواړي، چې دغې سیمي ته راواړوي.

دوي وایي، امنیتي ځواکونو ته په کار ده، چې د سرحدونو پرامنیت زور واچوي.

راپور:خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG