که چېرې دا تیلفوني مکالمه ريښتیا په همدې بڼه چې ثبت شوې او خپره شوې و اوسي، نو د ولسي جرګې په انتخاباتو کې به د افغانستان د کایینې د یو غړي ښکاره لاس وهنه په ډاګه کړي ، دا به ددې څرګندوی هم وي چې د انتخاباتو په کمیسون کې تقلب او درغلۍ وي او د هغو کاندیدانوشکایتونه پر ځای دي چې بریالي شوې نه دي .
که څه هم د انتخاباتو کمیسون وايي په دې اړه یې څېړنې پیل کړي او لا هم جوته نه ده چې د مکالمې یو لوری د اوبو او انرژۍ وزیر اسمعیل خان دی کنه ؟ خو هغه څوک چې د انتخاباتو له کمیسون څخه خبرې کوي خپل مقابل لورې ته د امیر صاحب لقب په خوله راوړي .
د مکالمې به یو برخه کې بیا هم د انتخاباتو د خپلواک کمیسون کارمند خپل مقابل لورې ته وايي چې ستاسو وزارت ته درغلی وم، په دې معنی چې مقابل لوری د کابینې وزیر دی .
د انتخاباتو خپلواک کمیسون تاييد کړې چې د مکالمې یو لوری ددې کمیسون کارکونکی دی خو وايي د مقابل لورې غږ روښانه نه دی او له څېړنو وروسته به معلومه شي چې د مکالمې مقابل لوری څوک دی .
په دې اړه د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ویاند نور محمدنور د ازادۍ راډیو ته وويل:
(( دا مکالمه په غږیز ډول چې دوه تنه په کې د تیلفون له لارې خبرې کوي کمیسون ته رسیدلې، هغه څه چې تر اوسه موږ ته معلوم شوي دادي چې مقابل لوری د انتخاباتو د کمیسون د یو عادي او موقت کارکونکي سره خبرې کوي، خو د مقابل لورې غږ ډېر روښانه نه دی او نه معلومیږي چې دا څوک دی ؟دا هم نه ده معلومه چې داکسان د څه په اړه خپلو کې خبرې کوي، په هر صورت دا یوه سرغړونه ده او د انتخاباتو کمیسون دا غږیزه مکالمه او د کارمند دوسیه د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو کمیسون ته سپارلي، څو په دې برخه کې جدي څېړنې وشي))
په دې مکالمه کې مقابل لوری چې ویل کېږي د اوبو او انرژۍ وزیر اسمعیل به وي یو اوږد لیست د انتخاباتو د کمیسون کارمند ته سپاري او سپارښتنه کوي چې باید دا کسان د کامیابانو له لیست څخه وویستل شي او پر ځای یې څو نور نومونه ورکوي چې د کامیابانو په لیست کې دې ورزیات شي .
په دې مکالمه کې یو نوم چې اوریدل کېږي هغه د غلام قادر اکبر دی ، نوموړې تر دې مخکې هم شکایت کړی و چې دده د رایو په شمیر کې تقلب شوی دی . نوموړي ازادۍ راډیو ته وویل دا مکالمه یې اوریدلې او هېڅ شک نه لري چې د مکالمې یولوری د انتخاباتو د کمیسون کارکونکی عبدالرشید ارشاد او بل لوری یې د اوبو اوانرژۍ وزیر اسمعیل خان دی .
په دې مکالمه یوازې د یو لیست خبره نه کېږي بلکې داسې هم په کې څرګندېږي چې ګوندې ولسمشر کرزي هم د انتخاباتو د کمیسون کارکونکیو ته د څو تنو یو داسې لیست ورکړی چې باید ولسي جرګې ته لاره پیدا نه کړي .
په دې ډله کې د هرات څخه د ولسي جرګې د استازې احمد بهزاد نوم اخیستل کېږي، ښاغلي بهزاد ازادۍ راډیو ته تایید کړې چې دده پر ضد د حکومت د لوړپوړو چارواکو له خوا اقدامات شوي دي.
لویدیځ څېړونکي او څارونکې په دې باور دی چې دا غږیزه مکالمه د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د حکومتي چارواکو او زورواکو د لاس وهنې ښکاره نمونه ده او ددې انتخاباتو د شفافیت په اړه یې اندېښنې او پوښتنې زیاتې کړي دي .