د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۵

کراچۍ کې د پولیسو پر مرکز برید کې یونیم سل کسان مړه او ټپیان دي


عام خلک او ژغورنکې ډلې د نړیدلو ودانیو له ماتوګوډو څخه مړه او ژوبل کسان را باسي .
عام خلک او ژغورنکې ډلې د نړیدلو ودانیو له ماتوګوډو څخه مړه او ژوبل کسان را باسي .

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پوليسو پر يوه مرکز د برید په ترڅ کې تر يونیم سلو ډيرو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

پر دغه ودانۍ چې دسند د وزير اعلی دفتر ته په لنډه فاصله کې موقعیت لري د جمعې په شپه پر شاوخوا اتو بجو لومړی څو تنو د سپکو وسلو برید وکړ او ور پسې یوه ځانمرګي برید کوونکي له چاودېدونکيو موادو ډکې لارۍ ته چاودنه ورکړه چې له امله یې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .

د سند د کورنیو چارو وزارت ويلي چې له پېنځو تر شپږو پورې وسله والو کسانو لومړی د سي ای ډي پولیسو ددغه دفتر په وره کې پر ولاړو امنيتي ساتونکیو برید وکړ او څو دقیقې وروسته يو بل تن له چاودېدونکيو موادو ډکه لارۍ ودانۍ ته ننويسته او درنه چاودنه یې ورکړه چې له امله یې د ودانۍ يوه زیاته برخه ونړیده.

دخبرځای د معلوماتو له مخې په برید کې یادې ودانۍ ته نژدې د ولسي خلکو يوشمېر کورونه هم نړيدلي یا زیانمن شوي.

د سند ایالت د پولیسو قوماندان صلاح الدین بابر خټک د د تلفاتو په اړه وايي:

((زموږ تحقیقات لا په لومړیو مراحلو کې دي،په دغه برید کې څو ودانۍ نړيدلي او یوشمېر نورې جزوي زیانمنې شوي،له نړيدليو ودانیو نه تر اوسه پورې د اتلسو تنو مړي راويستل شوي او تر ۱۳۰ ډیر زخمیان روغتونونو ته رسول شوي،خو ښکاره ده چې يو زیات شمېر به لا هم تر خاورو لاندې موجود وي.
تر اوسه پورې دا هم نده څرګنده چې څومره یې دولتي او څومره ملکي خلک دي.))

امنيتي مسوولینو ویلي چې د برید کوونکيو او امنيتي ساتونکیو ترمنځ شاوخوا پېنځه دقیقې وسله واله نښته شوې خو ځايي خلک بیا وايي چې تر نیم ساعت پورې د دواړو خواو ترمنځ ډزې روانې وې او تر هغه وروسته يوه زوروره چاودنه وشوه.

يوه عیني شاهد په دې اړه رسنیو ته وويل :

((پوره نيم ساعت ډزې روانې وې،او تر هغه وروسته يوه ډیره زوروره چاودنه وشوه، دپوليسو دغه دفتر ته څېرمه زموږ د کوڅې ټول کورونه نړيدلي،زما کور هم نړيدلی،د حیرانتیا خبره خو داده چې د وزير اعلی دفتر ته څېرمه د سي ای ډی پولیسو پر دفتر برید کېږي،جنګ تر نیم ساعت پورې اوږدېږي خو هيڅ کومکي ځواک ورته نه را رسېږي.))

دځايي رسنیو په وینا په دغه ودانۍ کې د تحريک طالبان پاکستان له شپږو تنو هغو غړیو چې په دې وروستیو کې په کراچۍ کې نيول شوي تحقیقات روان ول.

ځينې ناتایید شوي رپوټونه وايي چې برید کوونکي دهغوی په راخلاصولو بريالي شوي خو ځايي چارواکیو بیا دغه رپوټونه رد کړي او ويلي یې دي چې یاد کسان په دې ودانۍ کې نه بلکې د سي ای ډي په یوه بل دفتر کې تر تحقیق لاندې دي.

ويل کېږي چې چاودنه دومره زوروره وه چې تر پېنځو کلومترو پورې سیمه یې لړزولې او د کورونو ښيښې یې ماتې کړي.

د یوې نړيوالې رسنۍ د خبر له مخې د پاکستاني طالبانو ډلې ددغه برید مسوولیت پر غاړه اخيستی. خو د خپلو اسیرو غړیو د برخليک په اړه یې څه ندي ويلي.

راپور: مجيب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG