سرنوشت:
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې د انتخاباتو د کمسیون له خوا د شوېو اقداماتو په اړه د ولسي جرګې د مشر څرګندونې راخیستي او لیکلي، چې دا یو څرګند حقیقت دې، چې دغه کمسیون له کاندیدانو سره سلیقوي چلند کوي.
ورځپاڼه د یونس قانوني په حواله وړاندې لیکي، چې د انتخاباتو کمسیون ځینې داسې اقدامات کوي، چې هدف یي شخصیت وژنه بلل کېدای شي.
ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې د انتخاباتو بهیر دومره ستونزمن شوې، چې د کره او نا کره راېو ترمنځ توپیر په کې ستونزمن شوې دې.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د انتخاباتو په خپلواک کمسیون د ځینو معترضه کاندیدانو دا انتقاد راخیستې، چې کمسیون د دوي د ناظرینو پرته رایي شمېرلي او بیا یي باطل اعلان کړي.
ورځپاڼه لیکي، چې دغه معترضه کاندیدان د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو اعلان سیاسي بولي.
ورځپاڼې د انتخاباتو په سر د راپورته شوې ستونزې د هواري لپاره د باطلو شوېو رایو په مسؤلانه توګه د بیا شمېرلو او یا هم دا مسئله د هېواد عدلي او قضایي ادارو ته د سپارلو سپارښتنه کړې.
ورځپاڼه لیکي، چې د ولسي جرګې انتخابات یوه ملي پروسه ده باید د سیاسي لوبو قرباني نه شي او په هره لار، چې ممکن وي د دې جرګې د استازو د غوراوي شفافیت وساتلې شي.
افغان جرګه:
افغان جرګې نا دولتي ورځپاڼې بیا د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د شوېو درغلیو زیات مسؤلیت په خپله په کمسیون او د هغې په کارکوونکو اچولې.
ورځپاڼې د انتخاباتو کمسیون په دې هم تورن کړې، چې د هېواد په جنوب او جنوب لویدیځو سیمو کې د انتخاباتو د نه ترسره کولو لپاره یي په لوی لاس د نا امنۍ ستونزې پلمه کړي او په دې توګه یي د هېواد ځینې خلک له انتخاباتو محرومه کړي.
د ورځپاڼې اشاره تر ډیره د غزني ولایت ځینو ولسوالیو ته ده، چې له سره په کې د انتخاباتو مرکزونه نه دې خلاص شوي.
ورځپاڼې د انتخاباتو په لومړنیو نتایجو کې د ځینو کاندیدانو بریا هم تر پوښتنې لاندې راوستلې، چې د ورځپاڼې په وینا زیاتره یي مشکوک کسان دي او له ځینو قومونو او ژبو سره تعصب لري.
ورځپاڼې لیکلي، چې په راتلونکې شورا کې د داسې کسانو موجودیت په خپله د انتخاباتو کمسیون تر پوښتنې لاندې وړي.
د افغانستان د روان جنګ په اړه د امریکا او بریتانیي په ستراتیژېو باندې د بیا کتنې اړتیا بله مسله ده، چې د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې راخیستې.
ویسا:
ویسا په افغانستان کې د بریتانیي د پخواني سفیر په حواله په یو مطلب کې لیکلي، چې د واشنګټن ډیرو کمو چارواکو د افغانستان د جنګ حقیقت درک کړې او پاتې اکثره یی په پوځي ځواک د حل د یوې لارې په توګه ټینګار کوي.
خو ورځپاڼه لیکي، چې د بریتانیي پخوانې سفیر بیا په دې باور دې، چې امریکا او بریتانیه دواړه باید په افغانستان کې خپله جنګي ستراتیژي بدله کړي.
راه نجات:
راه نجات نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې سپینې ماڼۍ د افغان جګړې په ستراتیژۍ بیا کتنه پیل کړې، چې د ورځپاڼې په وینا له بارک اوباما سره به مرسته وکړي، څو له افغانستان څخه د ځواکونو د ویستلو او افغان ځواکونو ته د امنیت د مسؤلیت د سپارلو پریکړه وکړي.