نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر اوباما په داسې حال کې د هند لیدنه کوي چې دواړه هېوادونه د خپلو اړیکو د پراختیا هیله مند دي.
ورځپاڼه لیکي: له هغې نېټې راهیسې چې ولسمشر اوباما دوه کاله مخکی د امریکا د چارو واګۍ تر لاسه کړل د امریکا د اقتصادي پالیسۍ لوېو چارواکو څو ځلي د هند لیدنه کړې خو د دوي دغو لیدنو کتنو کوم څرګند لوی اثر په ځای نه دی پریښي.
دا ځلي هم د دواړو هېوادونو چارواکي له نوېو هیلو او ارزوګانو سره په داسې حال کې خبرو ته سره کیني چې د دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي جغرافیايي او سوداګرۍ لانجې شته.
خو سره له دې چې واشنګټن د خپلې پالیسۍ د پرمختګ لپاره دومره لوي فشار نه دي راوړي د دواړو هېوادونو کمپنیو په ډیرې چټکې سره لوی تړونونه کړي او لګیا دي کوي یي.
د ارایش د سامان ماري کې امریکایي لویي کمپنۍ او د موټرساییکلونو هارلي ډیویډ سن کمپنۍ په دې وروستیو کې د هند په بازارونو کې دوکانونه پرانیستي.
دغه راز امریکایي لویي کمپنۍ جنرل موتورز او د دواو جوړونې کمپنۍ بریستول هم په هند کې خپلې مغازې او دوکانونه پراخه کړي دي.
د دغې سوداګرۍ راکړې ورکړې په نتیجه کې د روان کال په لومړېو شپږو میاشتو کې هند ته د امریکا صادرات څوارلسو ملیارډو او شپږسوو ملیونو ډالرو ته رسېدلي دي او د تېر کال په پرتله په کې څوارلس په سلو کې زیاتوالی راغلی دی.
امریکایي کمپنۍ هیله لري چې هند ته د ولسمشر اوباما دغه سفر چې دوه سوه امریکایي لوی چارواکي او سوداګر ورسره ملګري دي د دواړو هېوادونو ګډې اقتصادي ګټې نورې هم مشخصي کړي او د سوادګرۍ او پانګې لګونې هغه اساس چې د دواوړ هېوادونو سوداګرو رامنځ ته کړي پياوړي کړي.
د هند او امریکا د سوداګرۍ د شورا مشر ران سومرز وایي سوداګرۍ او تجارت د دواړو هېوادونو په اړیکو کې له پيله مخکښ رول اختیار کړی دی، موږ غواړو چې دغه سوداګرۍ پرمختګ د واقعي ستراتیژیک شراکت مرحلې ته ورسوو.
د مکګرو هیل د کمپنیو مشر هارولد مکګروو چې له ولسمشر اوباما سره هند ته د سفر ملګری دی وایي، چې د دغه سفر لوی هدف د دواړو هېوادونو لپاره د اقتصادي راکړې ورکړې او کارد فرصتونو پراختیا ده.
دی وایي، چې هند د امریکا څوارلسم لوی سوداګرۍ شریک دی خو د دغه هېواد ترتیب ښایي نور هم اوچت شي، ډیر امریکایي سوداګر هند ته د یو نوي چین په سترګه ګوري چیرته چې دوي کولای شي تجارت وکړي، د کمې تنخوا غوښتونکي کاریګر په کار وګماري او د دغه هېواد له لوی استهلاکي بازاره ګټه اوچته کړي.
خو د امریکا د حکومت چارواکي اوس هم د هند رول په اسانی نه شي مشخص کولای او یواځې دومره وایي چې هند چین نه شي ګڼل کېدای.
نیویارک ټایمز لیکي هند چې یوه متحرکه او ژوندی ولسواکي لري او د هېواد زیربنایې ګډه وډه او نامنظمه ده واقعا چین نه شي ګڼل کېدای.
ورځپاڼه وړاندې لیکي په داسې حال کې چې هند ته د مدرنو وسلو پلورل د امریکا د ولسمشر د سفر د اجند په سر کې دی، د هند هڅول چې د چین په مقابل کې اقتصادي او پوځي توازن رامنځ ته کړي هند ته د امریکا د ولسمشر د سفر واقعي مقصد دی.