د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۰

په کراچۍ کې یوه الوتکه د تخنيكي خرابۍ له امله غورځېدلې


په كراچۍ كې د يوې شخصي كمپنۍ الوتکه په داسې حال كې چې كښېناستله، د تخنيكي خرابۍ له امله را لوېدلې ده او په كې سپاره دووه ويشت كسان ټول وژل شوي دي.

تورن جنرال نورعالم خبريالانو ته ويلي چي د وژل شوېو خلكو جسدونه سوځېدلي دي او تر اوسه دا نه څرګندېږي چي دوي ټول پاكستانيان دي او كه بهرنيان هم په كې شته.

دغه كوچنۍ مسافر وړونكې الوتکه چې د دوو پيلوټانو او درېوو تنو كاركوونكيو په ګډون دوه ويشت كسان په كې سپاره وه سهار وختي په داسې حال كې چې د كراچۍ ښار پر هوايي ډګر يې د تخنيكي خرابيو له امله بيړنۍ ناسته كوله، هوايي ډګر ته نژدې د پوځي چاوڼۍ په يوه ميداني كې را ولوېدله چې د وروستيو مالوماتو له مخې په كې سپاره ټول كسان مړه شوي دي.

د پېښې په ځاى كې موجود تورن جنرال نورعالم وايي دا لا نه ده څرګنده چې په الوتکه كې سپاره كسان ټول پاكستانيان وو، كه بهرنيان هم په كې شامل دي:

(كله چې زه هلته ور ورسېدم نو پر الوتکۍ اور بل و، دا سهار وختي لس بالا اووه بجې وې، خو دا موږ ته نه ده مالومه چې په پېښه كې مړه شوي كسان د تابعيت له مخې پاكستانيان دي كه بهرنيان، هيڅ نه مالومېږي چې ښځې هم په كې شته كه نه، ځكه په الوتکه كې د سپرو ټولو كسانو جسدونه په ډېر بد حال كې دي، ټول سوځېدلي دي او يو هم ژوندى نه دى پاتې شوی.)

تورن جنرال نور عالم وايي، د مړو شوېو كسانو د جسدونو د را ايستلو كار يې پيل كړى او تر اوسه پورې يواځې د لسو تنو مړي را ايستل شوي دي چې له پېژندلو وتلي او په بشپړه توګه سوځېدلي دي.

په كراچۍ كې د ملكي هوانوردۍ د ادارې يو وياند پروېز جارج وايي، كله چې الوتکۍ ناسته كوله نو پيلوټ د طيارو د كنټرول دفتر ته د طيارې د انجنې د تخنيكي خرابۍ خبر وركړ:

(د طيارې د لوېدلو چې كوم علت ښوول شوى هغه خو تخنيكي عوارض مالومېږي او د يوه پيلوټ له خولې وروستۍ خبره هم دا ده چې د طيارې په يوه انجن كې خرابي پيدا شوې وه، خو تحقيقات دوام لري او د تور بكس تر موندلو او كتلو وروسته به دا څرګنده شي چې د طيارې د لوېدلو علت څه وو.)

دا لا څرګنده نه ده چې په طياره كې سپاره كسان ټول پاكستانيان دي كه بهرنيان هم په كې شته او په طياره كې د څو تنو ښځو د شتون خبر هم وركړل شوى دى.

خو داسې ويل كېږي چي طيارې د تېلو د كمپنۍ كاركوونكي كراچۍ ښار ته نيژدې د بټ شاه په نامه تېلو يوه مركز ته وړل چې ګلستان جوهر سيمې د پهلوان ګوټ په نامه ځاى كې د پوځي چاوڼۍ په يوه ميداني كې را ولوېدله.

راپور:بارکوال میاخیل،کوټه
XS
SM
MD
LG