د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۹

په امریکا کې انتخابات کیږي


په امریکا کې نن د منځنۍ دورې انتخابات ترسره کیږي. د دې انتخاباتو په برخه کې وار له مخه داسې ویل کیږي چې ښایي د بارک اوباما حاکم ګوند ښې نتیجې ترلاسه نه کړي.

نن په امریکا کې خلک د کانګرس غړي ټاکي. دغو انتخاباتو ته د منځنۍ دورې انتخابات وایي، ځکه چې دا د امریکا د ولسمشر د څلورکلنې دورې په نیمایي کې ترسره کیږي.

له نظر پوښتنوڅخه داسې معلومیږي چې زیات شمېر رايي ورکوونکي د امریکا له خراب اقتصادي حالت څخه خوښ نه دي او د ولسمشر اوباما د ډیموکرات ګوند پرضد ممکن رايي ورکړي.

د ډیموکرات ګوند غړې او د بهرنیو چارو وزیرې هیلرې کلنټن نن وویل، که چیرته په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي برلاسي هم شي د اوباما اداره به خپله اجنډا لکه څرنګه چې ده همداسې پرمخ بوځي.

هیلري کلنټن په مالیزیا کې ده او دې تیره شپه په ټیلفون له ولسمشر اوباما سره خبرې وکړې.

ډمواکراټانو په تېرو دوو کلونو کې د کانګرس په دواړو مجلسونو کې اکثریت درلود، له نظرونو څخه دا هم څرګندیږي چې جمهوریت غوښتونکي ممکن په کانګرس کې اکثریت وګټي او داسې ښکارې چې په مشرانو جرګې کې هم تر ډیموکراټانو مخکي شي.

امریکاییان د کانګرس د ټولو ۴۳۵ څوکیو لپاره رايي ورکوي او دغه راز به د مشرانو جرګې له سلو څوکیو څخه، ۳۷ ته هم په صندقونو کې رايي واچوي.

د امریکا د ولسمشر میرمن میشال اوباما تیره شپه د نوادا په شمالي لاس ویګاس کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال د سنا د اکثریت مشر هیري رېډ مخاطب کړ او ویې ویل:

« دا انتخابات د راتلونکو میاشتو او کلونو لپاره دي چې څه به پکې کوو. خو زما خاوند دا یوازې نه شي کولای، دی د داسې مشرانو مرستې ته اړتیا لرې لکه هیري رېډ او موږ ټول ستاسو په څېر خلکو ته اړتیا لرو چې بریالي شو»

په انتخاباتو کې یوازې خلک نن ګډون نه کوي یو شمیر کسانو له څو ورځو راپه دې خوا د پوستې له لارې یا هم یو شمیر انتخاباتي حوزو ته د ورتګ له لارې رایي ورکړې دي.

په انتخاباتو کې د ډیموکراټانو بریا ته د امریکا پخوانی ولسمشر بیل کلنټن هم اندیښنه څرګنده کړه ده پرون په نیویارک کې د انتخاباتي مبارزې پر مهال وویل:

« زه اندیښنه چې د دغه سخت اقتصادي کسات په وخت خلک یې ناراضه کړې دي موږ له ازادو انتخاباتو سره مخامخ یوو او ډیر رایي ورکوونکي غواړې چې هغه نتیجه واخلي چې مخکې یې نه وه اخیستې. دا د ښي اړخ او چپ اړخ مساله نه ده. دا د نن په وړاندې د پرون خبره ده »

د امریکا د متحده ایالاتو په ۳۷ ایالتونو کې د والیانو لپاره هم رايي اچولې کیږي، د کلیفورنیا ایالت اوسیدونکي به دغه راز د مروانا په قانوني کولو او یا نه قانوني کولو هم رايي ورکړي.
XS
SM
MD
LG