د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري ترڅو په راتلونکې کال کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې نوي روغتونونه جوړ او په دې توګه په دې هېواد کې روغتیایي خدمتونه پراخ او معیاري کړي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرستې ثریا دلیل د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې دا مطلب څرګند کړ خو ویي ویل چې دا پلان به هغه وخت عملي شي چې بودیجه یې د حکومت له خوا ومنل شي.
ثریا دلیل د ولسي جرګې غړو ته د دې وزارت له خوا ترسره شوی کارونه او دغه راز د دې وزارت ستونزې بیان کړې او ویي ویل چې په یو شمېر ولایتونو کې به له اړتیا سره سم یو شمېر روغتونونه جوړ شي:
(په فراه، جوزجان، لغمان او غور ولایتونو کې به ولایتي روغتونونه او په نورستان، نیمروز، د غزني په مقر او د بلخ په شولګرې ولسوالیو کې به پنځوس بستریز روغتونونه جوړ شي.
دغه راز د غور په لعل او سرجنګل، د بغلان په خوست فرنګ، د سرپل په بلخاب، د تخار په رستاق او د پروان په بګرام ولسوالیو کې د دیرش بستریزه روغتونونو جوړېدل هم په پام کې دي).
په عین حال کې د عامې روغتیا وزارت د مالي منابعو نشتوالی، په ولایتونو او لرې پرتو سیمو کې د ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو کموالی او په ځینو سیمو کې نا امنۍ د دې وزارت په وړاندې لوی خنډ او ستونزه بولي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرسته وایي چې سیمه ایزې ستونزې او په روغتیایي کار کوونکو حملې د دې لامل ګرځېدلي چې لرو پرتو سیمو ته ډاکټران او نور روغتیایي کار کوونکي ولاړ نه شي.
د ولسي جرګې غړي که څه هم په تېرو څو کلونو کې د دې وزارت له خوا ترسره شوي کارونه ستایي خو وایي چې لاهم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خلک په روغتیایي برخه کې له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي.
د ولسي جرګې غړي فکوري بهشتي هم همدې ستونزې ته ګوته نیسي:
(هر ناروغ چې دولتي روغتونونو ته ورځي د ډاکټرانو او مسوولانو له ناسم چلند او نه پاملرنې څخه شکایت کوي، دغه راز په خصوصي روغتونونو کې درملنه ډیره ګرانه ده او هیڅ ډول کنټرول نشته.
بله لویه ستونزه په ولایتونو کې د روغتونونو د ودانیو او په روغتیایي مرکزونو کې د ډاکټرانو او درملو نشتوالی دی).
د عامې روغتیا سرپرسته وزیره وایي چې په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو د پراخوالي او معیاري کولو لپاره د نړېوالې ټولنې د مرستو د جلبولو هلې ځلې دوام لري او په دې برخه کې یوڅه پرمختګ هم شوی.
د میرمن دلیل په خبره کاناډا، جرمني، جاپان او ایټالیا په راتلونکو درېوکلونو کې د عامې روغتیا له وزارت سره د سلو ملیونو ډالرو د ورکړې ژمنې کړې چې له دې سره به په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې ډیر ښه والی راشي.
خو له دغو څرګندونو سره سره د ولسې جرګې یو شمېرغړي او د افغانستان په بېلابېلوسیمو کې خلک روغتیایي خدمتونه کمزوري بولي او وایي چې ډیر شمېرناروغان د درملنې لپاره لاهم بهرنیو هېوادونو ته ځي.
څو ورځې مخکې ولسمشر کرزي هم په یوه غونډه کې همدې مسالې ته اشاره وکړه او ویي ویل چې په افغانستان کې د سمې او معیاري درملنې د نشتوالي له امله افغانان هر کال میلیونونه ډالره په بهرنیو هېوادونو کې د خپلو ناروغانو په درملنه لګوي.