د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۳

اسوشیټیډ پرېس:درې طالب مشرانو له کرزي سره په پټه لیدلي


د افغانستان ولسمشرحامد کرزی
د افغانستان ولسمشرحامد کرزی

اسوشیتیډ پرېس اژانس د یوه پخواني افغان چارواکي په حواله خبر ورکوي چې د طالبانو درې مشرانو دوه اونۍ مخکې د افغانستان له

اسوشیتید پرېس اژانس د دغه پخواني افغان چارواکي له قوله چې د موضوع د حساسیت په خاطر یي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط خبرې کړې وایي چې په دې کتنه کې چې په کابل کې د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې ترسره شوي.

مولوي عبدالکبیر چې د طالبانو په واکمنۍ کې د ننګرهار والي وو برخه لرله. مولوي کبیر په قوم ځدراڼ دی هغه قوم چې د حقاني شبکې مشران پورې تړلي دي.

د حقاني شبکه چې د طالبانو یوه څانګه بلل کیږي، په افغانستان کې پر امریکایي او افغان ځواکونو د مرګونو ډيرو حملو مسوله بلل کیږي.

د راپور له مخې امریکایي او افغان چارواکي هیله من دي چې که مولوي کبیر له دې سره موافقه وکړي چې ځان د وسله والو طالبانو له لیکو راجلا کړي، دا به په ځدارڼو قوم کې درز رامنځته کړي او په دې کار سره به د حقاني شبکه د نوېو وسله والو په ګمارلو کې چې له دې قوم څخه یي پوره کوي، له ستونزو سره مخامخ شي.

خو دا نه ده روښانه چې دی هدف ته د رسېدو لپاره په ترسره شوېو خبرو کې کوم پرمختګ ترلاسه شوی دی او که نه؟

که د ځدراڼو په قوم کې د حقاني شبکې نفوذ کمزوری شي دا به له دې سره مرسته وکړي چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې چې د حقاني شبکې افغان او نړېوالو ځواکونو ته ستر خطر متوجه کړې، د قدرت موازنه بدله کړې.

د اسوشیتید پرېس اژانس د راپور له مخې حقاني شبکه چې مشري یي ناروغ جلال الدین حقاني او د هغه زوی سراج الدین حقاني کوي، ګومان کیږي چې د القاعده شبکې دوهم مشر ایمان الظواهري ته یي د افغانستان پاکستان د پولي په اوږدو کې چېرې پناه ورکړې ده.

مولوي کبیر د طالبانو په واکمنۍ کې د ننګرهار د والي او د مرستیال صدراعظم په توګه خدمت ترسره کړي. ډیر ګومان کیږی چې نوموړي په پېښور کې د طالبانو د شورا مشري چې د طالبانو یو قوي مرکز نه بلل کیږي، په غاړه لري.

د اسوشیتید پرېس اژانس د راپور له مخې د طالبانو دوو نورو مشرانو چې له ولسمشر کرزي سره یي په دې برخه کې کتنه لرله، مولوي صدراعظم او انورالحق مجاهد دی.

دغه پخواني افغان چارواکي اسوشیتد پرېس اژانس ته ویلي چې مجاهد هغه کس دی چې په ۲۰۰۱ کال کې یي پر تورې بوړې د امریکا د حملې په ترڅ کې د اسامه بن لادن له تیښتې سره مرسته کړې وه.

هغه د تېر کال له جولای میاشتې راهیسې چې کله پاکستاني ځواکونو دې په پېښور کې د عملیاتو په ترڅ کې ونیو، په توقیف کې دی.

درې واړه مشران په یوې هیلیکپټر کې له پېښوره کابل ته انتقال شوی او دوه شپې یي هم په کابل کې په یوه عصري هوټل کې تېرې کړې دي. له خبرو وروسته درې واړه مشران بیرته په هیلیکپټر کې پاکستان ته انتقال شوی دی.

امریکا د تېرې اکتوبر میاشتې په سر کې دا ومنله چې یو شمېر طالبانو ته یي کابل ته د تګ امکانات برابر کړي خو په دې اړه د زیاتو جزیاتو له ورکولو ډډه کړی وه.

د پاکستان پوځ هم د دغو راپورونو په اړه څرګندونې نه دي کړي، دغه پخوانی افغان چارواکي چې اسوشیتد پرېس اژانس ته یي په دې اړه معلومات ورکړي وایي له طالبانو سره د تماسونو په برخه کې مولوي کبیر او د هغه ملګري د طالبانو د متوسطې سطحې مشران دي ځکه دوي د طالبانو په ځواکمنو ډلو دومره زیات نفوذ نه لري.

یوه غربي چارواکي هم اسوشیتد پرېس اژانس ته تایید کړه چې دغه کتنه ترسره شوې خو ویلي یي دي چې دی نه پوهیږي چې په دې کتنه کې چا برخه لرله او کوم پرمختګ په کې ترلاسه شوي دي او که نه؟

دې غربي چارواکي هم د موضوع د حساس والي په خاطر چې په دې اړه د خبرو کولو اجازه نه لرله د خپل نوم د نه ښودلو په شرط اسوشیتد پرېس ته معلومات ورکړي دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي له طالبانو سره د روغې جوړې د هڅو په ترڅ کې په وروستیو کې د سولې اویا کسیزه عالي شورا جوړه کړه ترڅو د خبرو له لارې د شخړو د پای ته رسېدو لپاره یوه حل لاره پیدا کړي، د طالبانو مشرتابه دا چې ګواکې د دوي کوم استازي دی په خبرو کې برخه اخیستې وی.

طالبانو ویلي مشران به یي ترهغو له افغان حکومت سره په خبرو کې برخه وانخلي ترڅو بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي نه وي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچارد هولبروک تېره اونۍ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، چې د افغان چارواکو او د طالبانو د جګ پوړو قوماندانانو ترمنځ د خبرو اترو او تماسونو په اړه راپورونه بې اساسه دي.

هولبروک یواځې دومره وویل، چې د طالبانو په لیکو کې له یو شمېر افرادو سره چی ظاهرا د هغوي مشران نه دي، تماسونه نیول شوي دي.

هغه پرته له دې چې د چا نوم واخلي وویل چې، له هغو کسانو سره چې تماسونه نیول شوي، دوي د ولایتونو په سطحه مشران او یا قوماندانان دي.
XS
SM
MD
LG