د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۴

په کابل کې د صادراتي اسنادو د بشپړولو د ځانګړي مرکز جوړیږي


د ښاغلي احدي په وینا د شاوخوا څوارلسو ادارو استازي د دغه نوي مرکز لاند او په ګډه کار وکړي.
د ښاغلي احدي په وینا د شاوخوا څوارلسو ادارو استازي د دغه نوي مرکز لاند او په ګډه کار وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت افغان سوداګرو ته د صادراتو په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو په هدف د کابل په ګمرک کې د صادارتي اسنادو د بشپړولو د ځانګړي مرکز د بنسټ ډبره کښېښووله.

د سوداګرۍ وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې تر دې پخوا به افغان سوداګرو د خپلو صاداراتي اسنادو د بشپړولو لپاره تر ۱۰ ډیرو ادارو ته تلل او دوی به له ستونزو سره مخ وه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر انورالحق احدي د یکشنبې په ورځ د دغه مرکز د بنسټ ډبري ایښولو پر وخت خبریالانو ته وویل، چې د اړوندو ټولو ادارو استازي به په دغه مرکز کې یو ځای کار کوي او سوداګرو ته به اسانتیاوي برابري کړي.

"شاوخوا ۱۴ ادارې وې، لکه د لاسي صنایعو، د ممیزو، د کرنیزو اموالو د قرنطین اداره، د معادن وزارت او سوادګرۍ د خونو او داسې نورې ادارې په دې کې شامل وو. ډیري وخت دا خلک په دفتر کې وو او یا به نه وو او یا دفترونه به د ښار په بېلابېلا ځایونو کې وو.

اوس به د دغو ټولو ادارو یو یا دوه تنه اسازي په نوي ادارې کې اوسي."

د ده په خبره په دغه مرکز کې به د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت، سوداګرۍ خونې او ګمرکونو مامورین په ګډه کار کوي.

ښاغلي احدي وویل، چې پرسږ کال د افغانستان صادرات څلور میلونه ډالرو ته رسېدل او د وارېداتو اندازه پنځو میلیارډه ډالره وه.

نوموړي له افغان سوداګرو وغوښته، چې د صادروونکو توکو کیفیت ته ډیر پام وکړي.

د صادراتي اسنادو د بشپړولو ځانګړی مرکز به په دوو میاشتو کې، جوړ شي او مالي لګښت یې د امریکا د نړیوالي پراختیايي ادارې د ټافا پروګرام ورکوي او همدارنګه تخنکې وسایل یې د جرمني د تخنیکې همکارویو اداره جي. ټي. زیډ ورکوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خوني مرستیال خان جان الکوزي دغه مرکز د صادراتو په برخه کې یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.

ښاغلي الکوزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په دې سره به د اسنادو بشپړولو وخت رالنډ او د فساد مخه به ونیول شي.

"دا یو ډېر ستر کار دی. دا به د صادراتو به کچه کې لوړوالی راولي او هغه موانع، سرګردانۍ او د وخت زیان، چې یو سوادګر ورسره مخ و، له منځه لاړ شي او یوه لویه بیروکراسي چې له مخې به یې دوس ۱۴ امضاګانې کولې هغه به دریو امضاګانو ته راکمې شي او د یو تعمیر لاندې وشي او په راتلونکي کې به دا کار په نورو ولایتونو کې هم انشاء الله تر سره شي."

افغان حکومت افغان سوداګرو ته د صادراتو او وارداتو په برخه کې په دې وروستیو کې خپلي هڅي ډیري کړي دي، چې د تیري اوونۍ په پای کې یې د پاکستان سره د ټرانزیټ نوی تړون لاسلیک کړ.

د دغه تړون له مخې به افغان سوداګر کولای شي، چې خپل صادارتي مالونه د سیمي هیوادونو ته د پاکستان له لارې په اسانۍ ورشوي.

د اقتصادي چارو څېړونکي وايي، دغه تړون او نوی جوړېدنکی مرکز به د افغانستان پر صادراتو ښه اغېز وکړي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG