د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۹

شنبې د اکټور 30 مه


په افغانستان کې له وسله والو سره روغه جوړه او د خصوصي امنیتي کمپنیو په اړه د ولسمشر ضرب الاجل ټاکل هغه مهمې مسالې دي، چې نړېوالو خپرونو ورته کنته کړې. د یوې خپرونې په وینا، نهه کاله مخکې نړېوالو ځواکو په طالبانو بمونه غورځول او اوس یې په خپلو الوتکو کې کابل ته ورولي او دا یو مثبت بدلون دی، چې د افغانستان جګړه د خبرو له لارې ختمیري.

ایکانومیست:

ایکانومیست مجلې په وروستۍ ګڼې کې له طالبانو سره د خبرو او مذاکرو په اړه یوه مقاله لیکلې او سرلیک یې ورکړی: د "پیل پاي".

مجله لیکي:

امریکا په ۲۰۰۱ کال کې په طالبانو بمونه وغورځول او له کابله یې وویستل. خو دا مهال د طالبانو ځینو مهم مشران له حامد کرزي سره د خبرو لپاره په الوتکو کې کابل ته وړي.

ایکانومیست لیکي، دا ښه خبر دی او دا ځکه چې د افغانستان جګړه به په نهایت کې د پوځي قوت پر ځای، د خبرو له لارې ختمیږي. مجلې کې راغلي، ځینو اروپايې هیوادونو له ډېرې مودې راهیسې د افغانستان د سیاسي حل پلوی کوله، د امریکا متحده ایالاتو او ناټو په ځای کار کړی چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د خبرو عملیه يې روانه کړې ده. زیات شمېر افغانان هم له مخالفانو سره د سولې دخبرو ملاتړ کوي.

ایکانومیست وړاندې لیکي، د افغانستان د پیچلې جګړې د ختمولو لپاره خبرې او مذاکرې باید چې په پوره احتیاط پر مخ یوړل شي. په دې کار کې خطرونه هم شته او که چارې يې سمې تنظیم نه شي نو د لویدیځ هغه هلې ځلې به ټولې په اوبو لاهو کړي، چې د افغانستان د ثبات او عصری کولو لپاره يې پیل کړي دي.

ایکانومیسټ مجله زیاتوي، پاکستان چې له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کی لاس وهي، د خپلو امنیتي اندیښنو له وجې هم غواړي، چې خبرو ته يې غوږ ونیول شي.

د مجلې په باور، د پاکستان دا دریځ بې دلیله نه دی خو باید د افغانستان له حکومت سره د دوه اړخیزو خبرو پر اساس تثبیت شي.

پاکستان ته باید اجازه ورنه کړای شي، چې له طالبانو سره په خبرو کې منځګړتوب وکړې. که دا کار وشي نو دا به د وسله والو د مقاومت د بیا تازه کیدو په کار کې د پاکستان د ملاتړ یو ډول ستاینه وي.

یورو ایشیا ویو:

یورو اشیا ویو خپرونې په وروستۍ ګڼې کې په افغانستان کې د امنیتي خصوصي کمپنیو د فعالیت بندولو په اړه یوه مقاله لیکلې او د پیل په کرښو کې يې راغلي:

"د خصوصي امنیتي کمپنیو د بندولو په اړه د جمهوررییس حامد کرزي پریکړې زیات شمېر پوځي او ملکې موسسې وارخطا کړي دي، خو په افغانستان کې د بشری مرستو ځینې موسسې وايي، چې د جمهور رییس دا پریکړه بده مفکوره نه ده.

یورواشیا ویو خپرونه زیاتوي، له څو کلونو راهیسې هغه غیر حکومتي مرستندویه موسسې چې په افغانستان کې فعالیت کوي، د بشري مرستو یا کارونو په پوځي کیدو انتقادونه کوي او ټینګار کوي، چې په ستونزمنو سېمو کې د پوځي او غیر پوځي پراختیايې کارونو تر منځ باید توپېر وشي.

د خپرونې په باور، تر دې دمه په افغانستان کې غیر حکومتي موسسې یا انجوګانې، قراردادیان، د بشري مرستو او پراختیايې چارو موسسې ټول، د مرستندویو موسسو پنامه یادیږي.

د افغانستان حکومت پر خصوصي امنیتي کمپنیو د بندیزنو په لګولو سره غواړي دا حالت بدل کړي او په افغانستان کې د بشري مرستو د موسسو او پراختیايې کارونو تر منځ توپیر وکړي.
XS
SM
MD
LG