د دغه تړون له مخې، چې د افغانستان د مخابراتو او ټیکنالوژی وزارت او خصوصي مخابراتي شرکتونو تر منځ لاسلیک شو، د مخابراتو وزارت د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې دغه شرکتونو ته د فعالیت نوي سایټونه ورکوي، د مخابراتو وزارت تخنیکي مرستیال حسام الدین حسام وویل چې دغه تړونونه به په نژدې یوه کال کې بشپړ شي:
“ د 67 په شا او خوا کې سایټونه دي، چې دا په مجموعي ډول د افغانستان ډیر ولایتونه تر پوښښ لاندې نیسي او ډیره برخه یې په هغو ولایتونو کې ده چې مخابراتي پراختیایي یې نه ده کړې لکه نورستان، 5 سایټونه، فراه 5سایټونه او همدارنګه غور چې ډیر لږ مخابراتي اسانتیاوي لرې او دغه تړونونه به په نژدې یوه کال کې بشپړ شي.”
د نوموړي په خبره چې دغه پروژې د 25 ولایتونو په 57 ولسوالیو کې چې تر اوسه یې مخابراتي اسانیتاوي نه درلودې پلي شي.
د مخابراتو وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې د مخابراتي شبکو د دغو نو سایټونو لګښت 8 میلیونه او پنځه لکه ډالره اټکل کیږي، چې درې لکه او 35 زره تنه به ورڅخه ګټه واخلي.
ښاغلی حسام وايي چې د نوري فایبر د مخابراتي کمپنۍ کار په ډیرو ولایتونو کې پر مختللي دي او اوس یې دوهمه دوره پیلېدونکې ده:
“د نوري فایبر د پروژې د ډیرو برخو کار اوس پرمختللی دی، یعنې موږ توانیدلي یو چې د افغاسنتان په ختیځ سیمه کې پروژه پلي کړو، شمال او شمال لویدیځو سیمو ته او همدارنګه جنوب ته چې له ننګونو سره مخه سیمه ده، په قسمي ډول پروژه په کې پلې شوې او د پلي کېدو په حال کې ده.
د نوري فایبر دوهمه دوره شاید په نژدې ورځو کې پیل شي، چې د افغانستان په جنوب ختیځو ولایتونو لکه لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا کې پیل کېدونکې ده.”
په افغانستان کې په دې وروستیو کلونو کې د دولتي او شخصي مخابراتي او انټرنیټي شبکو فعالیتونه ډیر شوي او خلکو ته یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
خو عام خلک د دغو شبکو له ناسم کاري کیفیت او لوړو بېو څخه شکایت کوي او له افغان دولت څخه غواړي چې دغو ټکو ته جدي پام وکړي.
معصوم میوند- کابل