د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۲۱

د بیا رغونې پروژې دوهم او درېم لاس ته لویږي او کیفیت يي هم ښه نه وي


 د افغانستان د بیا رغونې د چارو د کنټرول او پلټنې مشر د چهارشنبې په ورځ یو راپور خپور کړ او په کې راغلي چې د بصیرت په نامه ساختماني شرکت د پولیسو د ودانیو په دیوالونو کې لږ سمنټ لږولي، د چتونو کیفیت یي خراب دی، د ودانیو کړکۍ او نلونه یي په سټنډرد برابر نه
د افغانستان د بیا رغونې د چارو د کنټرول او پلټنې مشر د چهارشنبې په ورځ یو راپور خپور کړ او په کې راغلي چې د بصیرت په نامه ساختماني شرکت د پولیسو د ودانیو په دیوالونو کې لږ سمنټ لږولي، د چتونو کیفیت یي خراب دی، د ودانیو کړکۍ او نلونه یي په سټنډرد برابر نه
د امریکا د حکومت د څارنې یوه ډله وایي، یوه افغان ساختماني شرکت په افغانستان کې د پولیسو لپاره ودانۍ جوړې کړي خو جوړې شوې ودانۍ دومره خرابې دي چې د غورځېدو او ورانېدو له خطر سره مخامخ دي او د امریکا لپاره یي د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په چارو کې ستونزې رامنځ ته کړي دي.

د افغانستان د بیا رغونې د چارو د کنټرول او پلټنې مشر د چهارشنبې په ورځ یو راپور خپور کړ او په کې راغلي چې د بصیرت په نامه ساختماني شرکت د پولیسو د ودانیو په دیوالونو کې لږ سمنټ لږولي، د چتونو کیفیت یي خراب دی، د ودانیو کړکۍ او نلونه یي په سټنډرد برابر نه دي.

د پولیسو لپاره په هلمند او کندهار ولایتونو کې شپږ مرکزونه جوړ شوې او ایتلافي ځواکونه زیار باسي چې دا سېمې د طالبانو له واکه خلاصي کړي او دولتي حاکمیت په کې ټینګ کړي.

د امریکا د حکومت د کنترول او پلټنې د مشر په راپور کې دا هم ویل شوي، د امریکا د پوځ د انجینیرۍ ډلې د دې ودانیو د جوړېدو څار نه دی کړی او بصیرت شرکت ته یي د ودانیو د کارونو له بشپړېدو مخکې، ۵ میلونه ډالره یعنې د قرارداد د پیسو په سلو کې له ۹۰ زیاتې ورکړي دي.

په راپور کې ویل شوي ، بصیرت کمپنۍ مکلفیت لري چې د پولیسو د ودانیو د ترمیم په مقصد شاوخوا یو میلیون ډالره ولګوي خو ستونزه په دې کې ده چې کمپنۍ مخکې له مخکې خپلې پېسې تر لاسه کړي او ترمیم ته یي څه نه دي پریښي.

د تېر اګست میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بصیرت او الوطن ساختماني شرکتونه په درغلیو تورن کړي وو او وایي، د افغانستان د دوو سترو زندانونو د ودانیو د بیا رغوونې کارونه یي سم نه دي تر سره کړي او درغلۍ یي په کې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، دا دوې یادې کمپنۍ به تر هغې پورې د امریکا د حکومت له نوېو قراردادونو څخه منعه وې چې د درغلیو د تورونو په اړه یي څیړنې بشړې شي.

د امریکا د حکومت د کنترول او پلټنې د مشر په راپور کې دا هم ویل شوي، د ولسمشر بارک اوباما ادارې د پلان پر اساس باید چې د افغانستان د ۱۳۴ زرو پولیسو د روزنې او تجهیز چارې د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر تر میاشتې پورې بشېړې شي او د ودانیو جوړولو چارې یي باید افغان ساختماني کمپنیو ته ورکول شي.

افغانې کمپنۍ د دغو سترو پروژو ګټې ته لیواله دي خو دا چې امریکا غواړي ودانۍ باید په نړېوالو معیارونو او په ټاکلي وخت جوړې شي، افغانې شرکتونو ته به ګرانه وي چې په دې سختو شرایطو سره دې کارونه بشپړ کړای شي.

د امریکا د پوځ د انجینرۍ ډله وایي، په ځینو سېمو کې د امنیتي ستونزو له امله هم کارونه ځنډیږي او بصیرت کمپنۍ د جوړو کړېو ودانیو د رغولو ژمنه کړې ده .

د بصیرت کمپنۍ رییس عبیدالرحمن اسوشئتد پرېس اژانس سره خبرو ته نه دی حاضر شوی، امریکایي چارواکي وایي، د بصیرت او الوطن کمپنیو له کارونو څخه داسې بریښي چې د افغانستان ساختمانی کمپنۍ په کارونو کې له صداقت او شفافیت څخه کار نه اخلي او د حکومت د قراردادونو په چارو کې یي جدي ستونزې رامنځ ته کړي دي.
XS
SM
MD
LG