د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې د متقاعدینو د معاشونو د ورکولو او په دې برخه کې د نوېو اصلاحاتو د رامنځته کولو لپاره یي د تقاعد د ادارې او د خوندیتوب د شبکې پروژه پیل کړې ده، دغه پروژه د نړېوال بانک له خوا پرمخ وړل کیږي.
د کاراو ټولنیزو چارو وزیرې امنه افضلي د سې شنبې په ورځ له بازارموندنی او مدریت له شرکت سره د دغه تړون د لاسلیک کولو پر مهال وویل، چې د دغه پروګرام هدف د دولت د هغو کارکوونکو لپاره د اسانتیاو رامنځ ته کول دي، چې تقاعدي معاشونه ترلاسه کوي.
(اوسنی سروې د حقونو د ورکړې لپاره ده، چې په کوم دول اجرا کیږي. د لړم په میاشت کې د تړون د لاسلیک کېدو وروسته پیلیږي او د جوزا په میاشت کې پای ته رسیږي.
تقاعد په هر درېو میاشتو کې ولایتونو ته استول کیږي. اوس ټول هیله کوي، چې په لومړی اونۍ کې ورته ورکړل شي ، چې دا امکان نه لري، دا اصلاحات د همدې لپاره راولو، چې کارټ ولري او که د کال په هر وخت کې ورته اجرا شول، اجرا کیږي.)
افغان چارواکي وايي، چې دغه سروې لومړی په کابل، هرات ، ننګرهار او بلخ کې په ازمایښتې توګه پیل شوې وه.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ورکړل شوېو شمېرو له مخې اوس مهال شاوخوا یو لک او لس زره متقاعد دولتي کارکوونکي، د تقاعدې معاشونه ترلاسه کوي.
ویل کیږي ، چې په وروستیو کلونو کې په کابل کې د متقاعدینو د معاشونو په ورکولو کې اسانتیاوې رامنځته شوي دي، خو په ولایتونو کې متقاعدین او د شهیدانو او معلولینو کورنۍ په ټاکلي وخت د معاشونو د اخیستیو په برخه کې شکایت کوي.
د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون پخوانی کارکوونکی عبدالاحکیم حمیدي ازادۍ راډیو ته وویل، کله چې دولتي کارکوونکی تقاعد کوي، نو د سمو امکاناتو د نه لرلو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ کیږي.
نوموړی وايي، چې که تقاعدي معاش په یو ځل ورکړل شي، نو کېدای شي، چې د متقاعدینو د ستونزو یوه برخه هواره کړي:
(پخوا به کارکوونکي خواران به په درې میاشتې تله راتله. دومره تقاعد يي نه اخیسته، چې په تګ راتګ يي لګاوه .اوس یوه ورځ فورمه راکوي او سرګردانه ګرځو.
موږ غواړو کارکوونکو ته لسو یا شلو کالو تقاعد یو ځل راکړي چې خلاص شي، متقاعدینو ته هم یوه سرمایه په لاس ورځي، چې پرې کولای شي یو کار روان کړي.)
په همدې حال کې د کار او ټولنیز چارو وزارت وزیره وايي، چې د متقاعدینو د ستونزو او غوښتنو په هدف نوې سروې د لمریز کال په روانه میاشت کې پیلیږي.
په افغانستان کې د تقاعد عمر ۶۵ کاله ټاکل شوی او متقاعدین له ۴۰ کلن دولتي خدمت څخه وروسته تقاعدي معاش ترلاسه کولای شي.
خو اکثره متقاعدین د کمو معاشونو له امله هم شکایت کوي او له دولته غواړي، چې په دې برخه کې ځینې بدلونونه راولي.