د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۰

په کابل د افغانستان د راتلونکي کال پلان په اړه بحث کیږي


ښاغلی ایکنبیري وايي، په دې وروستیو کې د نړیوالې ټولنې له خوا افغان حکومت ته په پوځي او ملکي برخو کې د مسوولیتونو د سپارلو لپاره د چمتوالي چارې کړندۍ شوي دي. د سې شنبې په ورځ په همدې هدف د افغان حکومت، د امریکا سفارت، د ناټو سازمان او ځینو نورو نړیوالو ا
ښاغلی ایکنبیري وايي، په دې وروستیو کې د نړیوالې ټولنې له خوا افغان حکومت ته په پوځي او ملکي برخو کې د مسوولیتونو د سپارلو لپاره د چمتوالي چارې کړندۍ شوي دي. د سې شنبې په ورځ په همدې هدف د افغان حکومت، د امریکا سفارت، د ناټو سازمان او ځینو نورو نړیوالو ا

د افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې د راتلونکي یوه کال لپاره په بیلابیلو برخو کې په ګډو پروګرامونو د بحث لپاره په کابل کې یوه دوه ورخنۍ غونډه جوړه کړې، چې داخلي او بهرنیو .

په دې وروستیو کې د نړیوالې ټولنې له خوا افغان حکومت ته په پوځي او ملکي برخو کې د مسوولیتونو د سپارلو لپاره د چمتوالي چارې کړندۍ شوي دي.

د سې شنبې په ورځ په همدې هدف د افغان حکومت، د امریکا سفارت، د ناټو سازمان او ځینو نورو نړیوالو ادارو د استازو په ګډون یوه دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه، چې د راتلونکې کال لپاره په یو لړ ګډو پروګرامونو خبرې وکړي.

په کابل کې د امریکا سفیر کار ایکنبیري د دې غونډې به لومړی ورځ وویل، چې نړیواله ټولنه غواړي د امنیت او په نورو ټولو برخو کې لا ډیر مسوولیتونه د افغانستان خلکو او حکومت ته وسپاري.

نوموړي وویل، چې دې غونډه کې به د هغه پرمختګ په اړه بحث وشي چې باید په ۲۰۱۱ کال کې په افغانستان کې رامنخ ته شي:

"نن موږ په یوې دوه ورځنۍ غونډه کې سره راغونډ شوي یو، د افغانستان حکومت، نړیواله ټولنه، ناټو او په کابل کې د امریکا سفارت سره راټول شوي، چې په راتلونکي یوه کال کې د خپلو ګډو هځو او ستراتیژۍ په اړه خبرې وکړو.

موږ په دې غونډه کې د افغانستان له دولت سره د خپلو اقتصادي مرستو او نورو پروژو چې موږ یې غواړو په دې کال کې یې عملي کړو، بحث کوو."

په عین حال کې د افغانستان د ملي امنیت سلا کار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و، وویل، افغان حکومت به له امریکا څخه وغواړي، چې په افغانستان کې په خپلې ستراتیژۍ کې بدلون راوړي. دا چې څرنګه بدلون نوموړي پرې تبصره ونه کړه.

د افغانستان د دفاع وزیر جنرلا عبدالرحیم وردګ وویل، چې د یادې شوې غونډې د ولومړۍ ورځې بحث افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو د سپارلو موضوع ته ځانګړی شوی دی.

نوموړي خبریالانو ته وویل، چې افغان ځواکونه باید د دې چارې د ترسره کولو لپاره لا ډیر پیاوړي شي:

"د کمیت له پلوه باید هماغه څلور سوه زره چې لومړی اعلان شوی و، باید هغه شمیر ته ورسیږي، د ایساف ځواکونو د نشتوالي په صورت کې باید کمیت لوړ شي.

دویمه موضوع دا چې هغه وړتیا وې چې نن یې ایساف لري خو د افغانستان امنیتي ځواکونه یې نه لري، دغه وړتیاوې باید افغان خواکونه پیدا کړي."

که څه هم پتیل، شوې چې راتلونکې کال به افغان امنیتي ځواکونو ته د مسوولیتونو د سپارلو چاره پیل شي، خو د یو شمیر کتوونکو په اند افغان ځواکونه د کمیت او کیفیت له پلوه تراوسه پورې د پام وړ ستونزې لري.

دوی د شمیر د کموالي تر څنګ د هوايي ځواکونو او درنو وسلو نه درلودل د افغان امنیتي ځواکونو هغه لویې ستونزې بولي، چې نړیواله ټولنه یې باید په هواري کې جدي اقدامات وکړي.
XS
SM
MD
LG