خدمتګار:
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې لیکلي، چې د سولې د عالي شورا مشر له وسله والو مخالفینو سره د خبرو لپاره نوې نقشه جوړه کړې، چې د ده په وینا رغنده رول لوبولې شي.
ورځپاڼې په دوام کې له یوې عربي ژبې ورځپاڼې سره د استاد رباني د مرکې په استناد لیکلي، چې طالبان خبرو اترو ته په جدي توګه لیواله دي او هغوي په بشپړه توګه له دولت سره خبرې نه دي رد کړي.
خو په ورځپاڼه کې د ښاغلي رباني د نقشې په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي، چې دا څه دي او څنګه کولې شي د سولې لپاره لاره هواره کړي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د هڅو په وړاندې په هېواد کې دننه او بهر راڅرګند شوېو غبرګونونو ته په اشارې لیکلي، چې د پخلاینې ذهنیت جوړ شوې او اوس به دا بهیر بریالې کیږي.
خو ورځپاڼې په دې برخه کې کیدونکو منفي تبلیغاتو ته په اشارې خلک هڅولي، چې د دغو تبلیغاتو په وړاندې یو موټې پاتې شي.
راه نجات:
راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې تمه ده سولې عالي شورا له زیاتې سرښندنې سره له وسله والو مخالفینو سره خبرو ته کیني.
ورځپاڼه لیکی، که سرښندنه په دې معنې وي، چې د هېواد اساسي قانون یوې خواته کیښودلې شي نو دا به د مخالفینو په وړاندې د تسلېمېدو معنې ولري.
ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د باور فضا له منځه تللې او نور نو طالب مشران په پاکستان باور نه شي کولې.
ورځپاڼې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز د مشر په حواله لیکلي، چې په طالبانو کې اوس دا تصور پیدا شوې، چې هره شیبه امکان لري، چې د پاکستان امنیتي ځواکونه دوی ونیسي او امریکایانو ته یي وسپاري.
ورځپاڼه لیکي دې کار له افغان دولت سره د طالبانو د یو ځای کېدو امکانات زیات کړي.
ملي ارمان:
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې د سولې روانې هڅې د ناکامه تجربو تکرار دې او هغه ځکه، چې دولت د داسې یو بهیر د پرمخ بیولو وس نه لري.
ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې القاعده هم، چې د طالبانو اصلي ملاتړې بلل کیږي د دا ډول خبرو اجازه نه ورکوي، ځکه دا کار د هغوې د بربادۍ سبب هم ګرځېدلې شي.
د ولسي جرګې په انتخاباتو کې درغلۍ او د دغو درغلیو په وړاندې د انتخاباتو د خپلواک کمسیون بې بسۍ بله مسئله ده، چې د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې راخیستې.
سرنوشت:
د سرنوشت نا دولتي ورځپاڼه په دې برخه کې شتو ستونزو ته په اشارې سپارښتنه کوي، چې په کار ده د انتخاباتو د خپلواک کمسیون په مشرتابه کې بدلون راوستلې شي، څو شته ستونزې هوارې شي.
ورځپاڼه لیکي، چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې دومره درغلۍ شوي، چې زیاتره کاندیدان د انتخاباتو د بیا ترسره کولو غوښتنه کوي.
ورځپاڼه لیکي، چې دا درغلۍ تر ډیره د تنظیمي زورواکو، محلي چارواکو او د ټاکنو د خپلواک کمسیون د کارکوونکو له خوا شوې.