د ناټو یوه چارواکي تېره ورځ وویل، نړیوال ایتلاف له طالب مشرانو سره د افغان حکومت د سولې په هڅو کې همکاري کړې ده.
له دې وینا وروسته د امریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس د بلجیم په مرکز بروکسل کې وویل، چې واشنګټن له طالبانو د سولې د خبرواترو په بریالیتوب کې له افغان حکومت سره هرراز مرستې ته چمتو دی:
"موږ تل دا منلې ده چې روغه جوړه باید په افغانستان کې د ستونزو د حل یوه برخه وي او موږ به د دې بهیر له بریالي کولو سره هره هغه مرسته وکړو، چې په وس مو پوره وي."
ښاغلي ګېټس چې پرون د بلجیم په مرکز په بروکسل کې د ناټو په غونډه کې له ګډون وروسته په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې کولې همداراز وویل، چې امریکا له طالبانو سره د روغې جوړې د پروګرام په برخه کې له افغان حکومت سره نژدې تماسونه لري:
"موږ له طالبانو سره د سولې په چاره کې له ولسمشرحامدکرزي او افغان حکومت سره له نژدې سلامشورې کوو، نو موږ پوهېږو چې دوی څه کوي او دوی پوهېږي چې موږ څه کوو او دوی په دې هم پوهېږي چې زموږ غوښتنې کومې دي."
په دې مطبوعاتي غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلېنټن هم خبرې وکړې. خو مېرمن کلېنټن له طالب مشرانو سره د خبرواترو د پرمختګ په اړه په احتیاط سره خبرې وکړې او دا یې یو پېچلی بهیر وباله چې یوازې اوس پیل شوی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې وویل، د سولې لپاره هڅې په یوه پېچلي پړاو کې دي او دایې یوازې پیل دی. د دې په وینا دا بهیر بېلابېل اړخونه لري، چې ځینې یې ښايي مشروع وي او ځینې یې نه وي.
مېرمن کلېنټن وویل، په اوس وخت کې به دا قضاوت ونه کړي چې ایا دا خبرې اترې نتیجه ورکولای شي که نه؟ خو دې ټینګار وکړ چې د طالبانو په لیکو کې هغه کسان چې سوله غواړي کم نه دي:
"په ټولنه کې د وسله والو مخالفینو د جذب چارې چټکې شوې دي. ګڼ شمېر وسله وال له دې جګړې څخه د وتلو هڅه کوي.
د دوی زیات شمېر ویني چې د طالبانو او نورو وسله والو له خوا استخدام شوي دي، ځکه دا دوی ته د ژوند د عوایدو لپاره یوه وسیله وه. موږ ته د رسېدلو راپورونو له مخې ډېر شمېر دا کسان په دې هڅه کې دي چې نور نو د جګړې میدان ته شا کړي."
په غونډه کې د ناټو عمومي منشي اندریس فوګ رسموسین وویل، چې ناټو د طالب مشرانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې له خبرواترو سره همکارۍ ته چمتو ده.
رسموسېن وویل، که له ناټو څخه غوښتنه وشي هرراز مرستې ته چمتو ده خو ده په عین حال کې ټینګار وکړ، چې پر وسله والو مخالفینو پوځي فشار باید دوام وکړي.
د ناټو او امریکا چارواکو پر دې خبره هم ټینګار وکړ، چې له طالبانو سره په خبرواترو کې یوه اړتیا دا ده، چې دوی باید وسله کېږدي، له القاعده او نورو تروریستي شبکو سره اړیکي وشلوي او د افغانستان اساسي قانون ومني.
وسله والو طالبانو د افغانستان له حکومت سره هرډول تماسونه رد کړي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په هغه خبرپاڼه کې چې تېره ورځ یې خپره کړه د سولې خبرې اترې د حکومت له لوري تبلیغاتي هڅې وبللې.
خو رسمي سرچینې وايي، چې د سولې په مقدماتي خبرواترو کې د وسله والو مخالفینو درې واړه ډلې، یعنې د ملاعمر په مشرۍ طالبان، د حقاني ډله او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي شامل دي.
خو په داسې حال کې چې له وسله والو مخالفانو سره د افغان حکومت د سولې د هڅو په وړاندې په بروکسل کې د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو ترپخوا نرم دریځ وښود په واشنګټن کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، دی د سولې په راتلونکو خبرواترو کې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر د ګډون امکان نه ویني.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند فلیپ کرولي وویل، ملاعمر له افغان حکومت سره د روغې جوړې په معیارونو نه دی برابر او دی فکر نه کوي چې نوموړی به د افغانستان په راتلونکي کې یو رغنده رول ولوبوي.
کرولي وویل، د طالبانو عادي جنګیالي او مشران که چېرته له جګړې لاس واخلي، له القاعده شبکې سره اړیکي وشلوي او د افغانستان اساسي قانون ومني، کولای شي د هېواد په راتلونکي کې ونډه ولري.