راه نجات نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې د ناټو ماموریت په اړه د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار څرګندونې راخستي او لیکلي، چې په افغانستان کې د ناټو ځواک او هغو منابعو ته په پام سره، چې د افغانانو په واک کې ورکړل شوي ګمان نه کوي، چې ناټو دې پاتې راشي.
ورځپاڼه لیکي، که څه هم جیمز جونز دا په ډاګه کړې، چې ناټو ځواکونه د تل لپاره په افغانستان کې نه پاتې کیږي، خو امریکا د اقتصادي پروګرامونو د پلې کولو او د حکومتدارۍ د بهتره کولو لپاره په افغانستان کې پاتې کیږي.
هیواد دولتي ورځپاڼې بیا د ناټو ځواکونو د فعالیتونو په بڼه کې د داسې بدلون غوښتنه کړې، چې له مخې یې په هیواد کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې بشپړ مخنیوی وشي.
ورځپاڼې لیکلي، چې دا هغه څه دي، چې د دولت وسله وال مخالفین یې د یوې تبلیغاتي حربې په توګه کاروي او دا د دې لامل ګرځي، چې خلک له دولت او نړیوالې ټولنې سره له همکارۍ ډډه کوي.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د ناټو سرمشریزې ته اشاره کړې، چې په لیسبون کې جوړیږي او په کې افغانانو ته د امنیتي چارو د سپارلو په سر خبرې کیږي.
ویسا لیکلي، چې د ولسمشر کرزي له پلان سره سم افغان امنیتي ځواکونه به تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې د هیواد امنیتي چارې په بشپړه توګه په خپل لاس کې واخلي.
باختر بیا په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو په وړاندې د ناټو پوځي اقدامات او د هغو اغیزې څیړلي.
ورځپاڼه لیکي، چې ناټو غواړي په افغانستان کې د دولت د وسله والو مخالفینو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره خپل په زرګونو سرتیري د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پوله ځای پر ځای کړي.
ورځپاڼې د دې کار یو بل هدف هم ښودلی او لیکلي، چې ناټو غواړي په دې توګه ځان د وسله والو ځالو او مرکزونو ته نږدې کړي.
د افغان دولت او د وسله والو مخالفینو ترمنځ د سولې روانې هڅې بله مهمه مساله ده، چې نن بیا هم د کابل چاپ ورځپاڼو راخستی.
راه نجات دې ته په اشارې، چې افغان حکومت له طالبانو سره ځینې اړیکې درلودلي دي، په یو مطلب کې د پاکستان د صدراعظم په حواله لیکلي، چې له طالبانو سره د افغان دولت خبرې د پاکستان د همکارۍ پرته بریالۍ کیدای نه شي.
باختر بیا لیکلي، چې افغان دولت نه غواړي، چې له وسله والو مخالفینو سره د سولې په روانو هڅو کې هغه ارزښتونه له لاسه ورکړي، چې په تیرو څو کلونو کې یې ترلاسه کړي.
ورځپاڼې دا باور څرګند کړی، چې افغان دولت به په دې برخه کې له طالبانو سره هیڅ ډول معامله ونه کړي، حال دا چې پخوا په دې برخه کې زیات انتقادونه موجود وو.