د افغانستان د مشرانو جرګې اکثرو غړو انتقادونه وکړل، چې په تیرو څو کلونو کې له ملیارډونو ډالرو مرستې سره سره په افغانستان کې د اوبو او بریښنا په برخه کې داسې کومه لویه پروژه پلې نشوه چې وکولای شي د خلکو په ژوند کې اساسي بدلون راولي.
مشرانو جرګې د افغانستان د مالیې، اوبو او انرژۍ او بهرنیو چارو وزارتونو چارواکي په همدې اړه د معلوماتو ورکولو په هدف خپلې عمومي غونډې ته وربللي وو.
یو شمیر سناتورانو ویل، چې له افغانستان سره مرسته شوې پیسې په وړو او متعددو پروژو لګیږي، چې تاثیرات یې د یوې محدودې سیمې پر خلکو وي.
یوه سناتور مکرم خان په دې اړه وویل:
"تراوسه په میلیاردونو ډالر مصرف شوي، داسې یوه پروژه یا داسې یو بند نه دی پرې جوړ شوی، چې برېښنا ترې ترلاسه کړای شي.
دویمه خبره د ډونرانو ده، که یوه پروژه چا ته ورکول کیږي هغه تر لسو لاسونو تیرېږي، که هغه سړک وي یا بله پروژه وي او پیسې یې شلو جیبو ته ځي."
سناتورانو د امو سیند په ګډون د یو شمیر سیندونو د سواحلو د استحکام د موضوع په اړه هم شکایتونه وکړل او ویې ویل، چې حکومت په دې برخه کې اقدامات نه دي کړي او له همدې امله هر کال د سیندونو اوبه ګڼ شمیر سیمې وړي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال وویل، چې په ځینو ځایونو کې ناامني همداراز د بودجې نشتوالي د اوبو د بندونو د جوړیدو په برخه کې لویې ستونزې دي.
خو انجنیر شجاع الدین ضیايي زیاته کړه، چې د ابو او انرژۍ وزارت په اکثرو ولایتونو کې یې د اوبو د بندونو په اړه مطالعې پیل کړي دي او د څو بندونو د جوړیدو کار هم پیل شوی دی
"موږ ۱۸۸ بندونه په پروګرام کې نیولي دي، له دې څخه مو د ۲۱ بندونو په اړه مطالعه بشپړه کړې ده، له هغو بندونو څخه چې په اړه مو مطالعه بشپړه کړې ده، څلور یې جوړیدو ته ته چمتو دي، چې یو یې په پکتیا کې د مچلغو دی او بل یې په کابل کې د شکردرې پر سیند دی، قراردادونه یې شوي دي، کار یې پیل شوی دی."
هغه وویل، چې له دغو بندونو څخه د څه باندې سلو بندونو په اړه د مطالعې قراردادونه لاسلیک شوي دي، چې په دوه دریو کلونو کې به پای ته ورسیږي.
خو د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال وویل، چې نړیواله ټولنه په افغانستان د هغو پروژو له تمویلولو سره کمه لیوالتیالري چې ډیر لګښت پرې راځي.
نوموړي په دې اړه د امو د سیند د سواحلو د استحکام پروژې ته اشاره وکړه، چې په وینا یې شاوخوا دوه ملیارډه ډالره لګښت پرې راځي:
"په دې کې هیڅ شک نشته چې د امو سیند سواحلو استحکام پروژه د افغانستان یو له ملي پراختيايي پروژو څخه ده، خو لګښت یې د حکومت د توان کار نه دی، نږدې دوه ملیارډه ډالره لګښت پرې راځي، د افغانستان دولت دومره لګښت ته سرچینه نه لري او مرسته کوونکي هم له دارنګه پروژو سره کمه لیوالتیا لري."
دا انتقاد د اکثرو عامو افغانانو په ژبه هم دی، چې په افغانستان کې لویې پراختیايي پروژې نه تطبیقیږي او د نړیوالو مرستې په وړو پروژو چې د خلکو په ژوند کې اساسي بدلون نشي راوستلای لګیږي.
څه موده مخکې د افغانستان جمهور رییس هم له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له افغانستان سره خپلې مرستې له سره تنظیم کړي او وروسته له دې، دې لویو پراختیايي پروژو پلي کیدو ته هم پاملرنه وکړي.