د سند ایالتي چارواکي وايي، د صوفي شخصيت عبدالله شاه غازي په زیارت کې شوې چاودنې ځانمرګي بریدونه ول چې د دوو تنو له خوا ترسره شوی.
د لومړۍ هجري قمري پېړۍ د دغه روحاني شخصيت مزار چې د کراچۍ په تر ټولو عصري سيمه کلفټن کې د ولسمشر اصف علي زرداري کورته په شاوخوا يوکیلومترۍ کې واقع دی د جمعې په شپه له ماښام وروسته هغه مهال د په لسګونو تنو زیارت کوونکيو په وینو سور شو چې دوه پرله پسې درنې چاودنې په کې وشوې.
ځايي دولتي مسوولینو په دغه پېښه کې د اتو تنو د وژل کېدو او پنځه شپيتو د ټپي کېدو خبر ورکړی خو خپلواکو سرچینو د وژل شوېو شمېر لس تنه او ټپيان هم تر دې ډېر ښودلي.
د سند د کورنیو چارو وزیر ذوالفقار مرزا دواړه چاودنې ځانمرګي بریدونه بللي، نوموړي چې د پېښې په ځای کې یې خبريالانو ته معلومات ورکول وويل، د ترلاسه شوېو شواهدو له مخې داسې ښکاري چې دغه بريدونه د دوو تنو له خوا ترسره شوي:
((د اړوندو امنيتي او تحقیقاتي ادارو د معلوماتو له مخې دواړه بریدونه ځانمرګي ښودل شوي، د نورو ورته بریدونو د مخنيوي لپاره مې په سمدستي توګه د ټولو زيارتونو د تړلو امر کړی او تر هغې چې دغه ګواښ موجود وي هغه به تړلي وي.
دا کار که هرچا کړی وي او هر نوم ورکوي خو به حقیقت کې هغوي د بدمعاشانو يوه ډله ده چې د اسلام او پاکستان دښمن دي.))
يو شمېر زيارت کوونکيو امنيتي ادارې په بې غورۍ تورنې کړي او ويلي یې دي چې د هغوي ټوله پاملرنه د ولسمشر د کور پر لور وه ځکه نو دغسې يوه خونړۍ پېښه رامنځته شوه.
د پوليسو مشر افسر بابر خټک دغه تورونه ردوي او ادعا کوي چې د تل پشان د زیارت لپاره ځانګړي امنيتي تدابیر نيول شوي ول خو په وینا يې د ځانمرګيو بریدګرو مخه نيول ستونزمن کار دی.
له دغې پېښې وروسته د کراچۍ په ځینې سيمو کې مظاهرې هم شوي چې د وروستیو رپوټونو له مخې دوه عرادې موټر په کې سوځول شوي، د عوامي نیشنل ګوند د سند ایالت څانګې په ګډون يو شمېر سياسي او مذهبي ډلو درې ورځې ماتم اعلان کړی او له دولت نه يې د زیارتونو او عبادت ځايونو د تحفظ غوښتنه کړې.
عبدالله شاه غازي چې د ۵۸ او ۱۵۱ هجري قمري کلونو ترمنځ ژوندی و د هغه وخت په مشهورو صوفي او علمي شخصيتونو کې شمار و،سندیان ور ته ډېر درناوی لري او په ځانګړي ډول د هرې جمعې په شپه په زرګونو تنه د منښتو لپاره د هغه زیارت کوي.
د يوې نړېوالې خبري رسنۍ د خبر له مخې د پاکستاني طالبانو تحريک د دغې پېښې مسوولیت پر غاړه اخیستی، د سرچینې په وینا طالبانو د برید لامل له دوي سره د بريلوي سنيانو مخالفت ښودلی، د يادونې وړده چې له دې وړاندې هم په يو شمېر زیارتونو کې ځانمرګي بریدونه او بمي چاودنې شوي.
په خيبر پښتونخوا کې د عبدالرحمان بابا،بهادر بابا،عبدالشکور ملنګ او یو شمېر نورو قبرونه په بمونو الوځول شوي او د اسلام اباد په بري امام او د لاهور د علي هجويري په زیارتونو کې ځانمرګيو بریدونو په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې.
د يوې احسايې له مخې د روان ميلادي کال له پيل راهیسې په ټول پاکستان کې ۳۳۵ چاودنې او ځانمرګي بریدونه شوي چې څه د پاسه دولس سوه په کې وژل شوي او تر ۲۸۰۰ تنو ډېر په کې ټپيان شوي.
مجيب الرحمان انګار ـ پیښور