ارادې د دې سند په اړه په خپله تبصره کې لیکلي، چې د ستراتیژیکو همکاریو د سند لاسلیکول په اصل کې له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو د ویستلو لپاره د یوې لارې موندل دي.
ورځپاڼې لیکلي، چې د دې سند د لاسلیکولو په اړه دا خبرې په داسې حال کې شوي، چې په افغانستان کې د موجوده بهرنیو سرتیرو برخه لیک لا روښانه نه دی او بل لور ته سپینه ماڼۍ کله په افغانستان کې د پاتې کیدو او کله هم د وتلو خبره کوي.
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د افغان او امریکایی مشرانو خبرې، چې د ویډیو کنفرانس له لارې کړي، خورا مهمې بللې او لیکلي، چې په دې کنفرانس کې په مهمو مسایلو خبرې شوي دي.
ورځپاڼه لیکي، چې دا سند باید د افغان ولسمشر د هغه پروګرام په رڼا کې لاسلیک شي، چې د چارو د افغاني کولو لپاره یې ترتیب کړی.
ورځپاڼې لیکي، چې افغانستان او امریکا په ۲۰۰۵ میلادي کال کې هم د ستراتیژیکو اړیکو اعلامیه لاسلیک کړې وه، خو د ورځپاڼې په باور د هغو بدلونونو په رڼا کې، چې په تیرو پنځو کلونو کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې رامنځ ته شوي په دغې اعلامیې باید له سره کتنه وشي.
ورځپاڼه سپارښتنه کوي، چې نوی سند باید د اوس او د اوږد مهاله اړتیاو او مطرحو مسایلو ته ځواب وویلی شي.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکي، له امریکا سره، چې اوس مهال د نړۍ یوازینی ستراقتصادي او پوځي ځواک دی، د ستراتیژیکو همکاریو د سند لاسلیکول کومه وړه خبره نه ده، خو د ورځپاڼې په وینا د داسې ملګرتیا او همکاریو څرنګوالی باید روښانه وي.
ورځپاڼې دا سپارښتنه هم کړې، چې د داسې یو سند له لاسلیکولو مخکې باید د دواړو لوریو ترمنځ او بیا د امریکا او نړیوالې ټولنې په وړاندې د افغان ولس زیانمن شوی باور ورغولی شي.
په انګلسي ژبه خپریدونکې ورځپاڼې افغانستان ټایمز هم د افغانستان او امریکا ترمنځ په اوږد مهاله ستراتیژیکو اړیکو بحث کړی او په دې ترڅ کې د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمنځ شویو خبرو ته په اشارې لیکلي، چې دا ملګرتیا د شتو ستونزو د هواري لپاره خورا مهمه ده.
ورځپاڼې لیکلي، چې د ترورزم په خلاف روانه جګړه یوازې د دواړو لوریو په همکارۍ سره بریالۍ کیدای شي.
په افغانستان کې د سولې د ټینګښت هڅې بله مهمه مساله ده، چې د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې راخستې.
ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په خپله یوه تبصره کې لیکي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګولو د هڅو په دوام همدا اوس په کابل کې د افغان او پاکستاني سیاستوالو او طالبانو غونډه روانه ده.
ورځپاڼې لیکلي، چې د دا ډول خبرو اوازې له پخوا موجودې وې، خو اوس رسنیو د هغې په اړه ژوندي رپورټونه خپاره کړي دي.
ورځپاڼې لیکلي، که څه هم د روانو خبرو په اړه زیات جزیات نه دي خپاره شوي، خو هدف یې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مستقیمو خبرو د پیل لپاره د لارې هوارول دي.