انډیپنډنټ:
« تاریخ څرګنده کړې ده چې خیبر دره د افغانستان کلي ده» دا د انډیپنډنټ ورځپاڼې د خپرې کړې مقالې سرلیک دی. د مقالې په پیل کې لولو، له لومړي داریوشه تر ستر سکندره خیبر دره پر جنوبي اسیا د یرغل د بریالیتوب مهمه لاره وه.
دغه پنځه دیرش کیلومتره اوږده لاره ورځپاڼې له هغه تورې سره تشبیه کړې ده، چې غرونه غوڅوي.
د مسلمانانو د دریو امپراطوریو د پیل ځای همدغه دره وه، چې بیا ترې د مغولو امپراطورۍ جوړه شوه، بریتانیا له دې ځایه برعکس استفاده وکړه، درې ځلې یې له همدې لارې د افغانستان د نیولو جګړه وکړه.
له اتلس سوه نهه دیرشمه تر نولس سوه نولسم میلادي کلونو خیبر دره د بریتانیا د مهماتو لپاره مهمه لاره وه. البته په همدې کلونو کې خیبر درې تل د سیمه ییزو د بریدونو ننداره کوله.
نن سبا دغه لاره په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو د اکمالاتو مهمه لاره ده، پر دې لاره هم اوبه، هم خواړه، هم تیل، هم ګاډي افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو لپاره وړل کیږي.
طالبانو او نورو افراطي ډلو ته د انډپنډنټ ورځپاڼې په باور خیبر درې د تبلیغاتو زمینه برابره کړې ده، کله په کې یو کاروان ایساروي، کله په کې د اکمالاتو موټرو ته اور اچوي بیا یې فلمونه اخلي او په نړۍ کې یې لور د لور خپروي. د ورځپاڼې په باور دا فلمونه په افغانستان کې د نړیوالو د پوځي هڅو په بریالیتوب کې شکونه زیاتوي.
نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا د نړیوالو پوځیانو پر اکمالاتي کاروانونو په خیبر درې کې بریدونو ته له بل نظره کتلې دي. دغه امریکایۍ ورځپاڼه لیکي چې څومره د خیبر درې له لارې افغانستان ته پر اکمالاتي کاروانونو بریدونه زیاتیږي هغومره نړیوال پوځیان په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې پر نورو لارو چارو غور ته اړوځي.
ورځپاڼه د تیرې اوونۍ کیسه کوي چې هلمند ته د امریکا یوه پوځي ډله له کالیفورنیا ورسیده او ورسره داسې وسایل وو، چې له لمریزې انرژۍ په کې استفاده کیږي.
دا یو سل او پنځوس کسیزه پوځي ډله لومړۍ یوه ده چې په افغانستان کې د جګړې په ډګر کې له چارجیدونکې انرژۍ ګټه اخلي له دې وسایلو استفاده پوځیان د ډیزلو له استعماله بیغموي.
یوې بلې امریکایۍ ورځپاڼې د انتخاباتو مساله څیړلې ده، نیویارک ټایمز د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه د خوست موضوع یاده کړې ده، چې هلته له ډيرو شکایتونو وروسته پولیسو د انتخاباتو د خپلواک کمسیون مشر د دوشنبې په ورځ ونیو.
پر شهزاده حسن تور پورې شوی دی چې رشوت یې اخیستی دی. د انتخاباتو د خپلواک کمسیون مشر فضل احمد معنوي خبرداری ورکړی، که چیرته دوی د درغلیو شواهد وموندل نو خپل کاروکونکي به لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي.
نیویارک ټایمز لیکي، په هغه هیواد کې چې په انتخاباتو کې درغلۍ نااشنا پیښه نه ده د خوست پیښه پکې علني شوې ده او ښایي د دې ولایت د انتخاباتو پر نتیجو ژوره اغیزه وکړي.