ایرو ایشیا ویو
د ایرو ایشیا ویو خپرونې په خپله وروستۍ مقاله کې په افغانستان کې د ښځينه افسرانو د روزنې پروګرامونو ته کتنه کړې ده.
دې خپرونه د نهه ویشت کلنې معصومې حسیني پر ژوند چې په وروستیو
کې د ملي اردو د روزنې له اکاډمۍ فارغه شوې تبصره کړې. معصومې څو ورځې مخکې خپل د فراغت سند واخیست. دا د افغانستان د ملي اردو د ښځينه افسرانو د لومړۍ دورې له فارغانو وه.
همدې خپرونې د کورنیو چارو په وزارت کې له مخدروموادو سره د مبارزې د وزارت د یوې بلې افسرې چې ګلزاده حسیني نومیږي پر ژوند لیکنه کړې.
ګلزاده حسیني پينځه دېرش کلنه ده. ویښتان یې زیړ رنګولي او تور پوړنۍ یې پر سر دی او د کورنیو چارو د وزارت په چوکاټ کې د خپل دفتر په یوه ډير فیشني کوچ کې ناسته ده.
ګلزاده په منظم ډول د افغانستان هغو سیمو ته چې هلته کوکنار کرل کیږي، په هلیکوپټرو کې ځي راځي او د دې لپاره له نارینه همکارانو سره سفر کول لویه مساله نه ده.
خو دا ډول کارونه په محافظه کاره اسلامي ټولنه لکه افغانستان کې ښه نه ګڼل کیږي. ګلزاده وایي، کله چې خپل خاوند ته یې وویل، چې غواړي په ملي پولیسو کې شامله شي نو د هغه کورنۍ، درې کاله خبرې نه ورسره کولې.
دې ویلي ټول حیران وو، چې څرنګه به زه د شپې او ورځې په وظیفه کې یم او په ورځو ورځو به کور ته نه شم تلای.
دا وايي، یوه ورځ یې په ښار کې یوه میرمن په پوځي یونیفورم کې ولیده او له هغې ورځې د دې د ژوند لاره بدله شوه.
فارن پالیسي:
فارن پالیسي خپرونې په افغانستان کې د ملي اردو او پولیسو فعالیتونو او د دې هیواد کورنیو ځواکونو ته د امنیت سپارلو په اړه د جمهور ریس اوباما د ستراتیژۍ جزیاتو ته کتنه کړې.
دا د افغانستان د جګړې په اړه د جمهور ریس اوباما د نوې ستراتیژۍ یوه برخه ده خو ډیره حیاتي ده. په دې ارتباط تراوسه ترلاسه شوي نتایج ضد او نقیضې انګیرنې او جدې پوښتنې پيدا کوي.
پوښتنې او انګیرنې د سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د چارو د بیړنیو عملي کولو او په عین حال کې د افغانستان د پوځ د روزنې لپاره د کافي شمیر روزونکو د برابرولو لپاره د امریکا د ملګرو ناکامي پيدا کوي.
فارن پالیسي لیکي، د افغانستان د ملي پولیسو وضعیت ډير بې باوره دی. دا نه ده معلومه، چې د پولیسو د روزنې او پراختیا لپاره موجود پلانونه او منابع کافي دي او که نه دي.
دا هم لا تراوسه نه ده معلومه، چې په ټول افغانستان کې د نظم راوستلو او د امنیت ټينګولو لپاره د کافي ځواک روزلو یو جامع پلان شته که نه شته.
تر ټولو جدي خبره د افغانستان د ملي پولیسو او سرحدي ساتونکو ځواکو د روزنې د ماموریت د موثریت په اړه ډاډ نشته.
دوی په داسې ډول تنظیم شوي دي، چې له سیمیزو جنګ سالارانواو له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې له جدي ستونزو سره د مخامخ کیدو په صورت کې ډير بر لاسي نه ښکاریږي.
دا مساله په ځانګړي ډول دوی تر وسله والو طالبانو په سترخطر بدلوي او د قدرت د خاوندانو او هغو کسانو چې نفوذ او پيسې لري د لاس وسیله ګرځي.