د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

قانوني:د بیروکراسۍ له امله د شهیدانو او معلولینو قانون ځنډېدلی


د ولسي جرګې ريیس محمدیونس قانوني
د ولسي جرګې ريیس محمدیونس قانوني
د افغانستان ولسي جرګه وایي چې، په دولتي ادارو کې د بیروکراسۍ له امله اته میاشتې کیږي چې، د شهیدانو، معلولینو، معیوبینو او ورکو قانون تصویب شوی نه دی.

دوي وویل د دې قانون ځنډېدل د دې سبب شوی چې، د شهیدانو وارثان او معلولین د دوي د حقوقو د ورکړې په تمه ستونزې وزغمي.

د ولسي جرګې ريیس محمدیونس قانوني هیله وښوده چې د وزیرانو شورا دې پر موضوع د دوي اجرا ات جدي کړي:

"د شهیدانو، معیوبینو، معلولینو او ورک شوېو د حقوقو قانون چې شورا تصویب کړی و، په پلي کېدو کې یي ډیر ځنډ لیدل کیږي، دا ځنډ د بیروکراسۍ نښه ده، هیله ده د وزیرانو شورا پر دې قانون چټک کار وکړي او اړوند وزارت ته یي وسپاري. "

د شهیدانو او معلولینو او معیوبینو قانون د ولسي جرګې له خوا تصویب او ویل کیږی چې تر اوسه د وزیرانو په شورا کې پروت دی.

د کار او ټولینرو چارو وزیره امنه افضلي چې په همدې ورځ ولسي جرګې د دوي عمومي غونډې ته وربللې وه، ویي ویل چې، دوي ته تر اوسه یاد شوی قانون نه دی سپارل شوی، حال دا چې دوي ته ورته مخکې له مخکې ځانګړي پلانونه ترتیب کړي دي‎:

"څوک چې راجسټر شوي نه دي، قانون ته منتظر دي، کله چې قانون جوړ او ولسمشر توشیح کړ، موږ یي په هکله اجرا ات کوو او نه یي ځنډوو."

د جرګې غړو وویل د شهیدانو د وارثانو، معلولینو او معیوبینو د نومونو، د ثبت او د دوي د تنخواګانو ځنډېدل، هغوي له ستونزو سره مخ کړي دي.

د جرګې غړو دا هم وویل په ځینو ولایتونو کې چې، کومې ځمکې د شهیدانو د وارثانو او معلولینو په نامه ځانګړي شوي وي، زورورو پرې قبضې کړي دي.

راپور : خان محمد (سیند )
XS
SM
MD
LG