د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

کابل کې نوي زیږېدلي ماشوم ته د لازمو مرستو رسولو په اړه یو سیمنار جوړ شو


ډاکټر رحیمزی وايي، په دغه سیمنار کې به ډاکټرانو ته وښودل شي، چې نوي زېږېدلي ماشوم سره چې تنفسي ناروغۍ سره مخ دی، څه ډول مرسته کولای شو.
ډاکټر رحیمزی وايي، په دغه سیمنار کې به ډاکټرانو ته وښودل شي، چې نوي زېږېدلي ماشوم سره چې تنفسي ناروغۍ سره مخ دی، څه ډول مرسته کولای شو.

په کابل کې د یو. ار. سي د موسسې له خوا د دوشنبې په ورځ روغتیايي کارکونکو ته د زیږون پرمهال له ماشومانو سره د اړینې مرستې په اړه یو درې ورځنی سیمنار جوړ شوی.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه ډیره زیاته ده، د یو. ار. سي په نامه یوې موسسي د زیږون پرمهال له ماشومانو سره د لازمې مرستې په اړه په کابل کې روغتیايي کارکونکو ته یو روزنیز سیمنار پيل کړی دی.

په افغانستان کې د یو. ار. سي د موسسې مشر میرویس رحیمزي د دوشنبې په ورخ د دغه درې ورځني روزنیز پروګرام په لومړۍ ورځ ازادي راډیو ته داسې وویل:

"د دې پرواګرام هدف دا دی، چې که چېرې د زېږون پر وخت کوم ماشوم ته تنفسي مشکل پیدا کيږي، داسې یو څوک باید وي، چې له هغه سره بېړنۍ مرسته وکولای شي.

د یو ډاکټر په توګه زما مشوره میندو لپاره دا ده، چې دوی د ولادت ته ځانګړې تیارۍ ونیسي، ځکه دا داسې پروسه ده، چې ځانګړي تیاري غواړي او کیدای شي چې ستونزو سره مخ شي او هغه چا سره چې له دوی سره مرسته کولای شي، ولوکه هر څوک وي باید دې له هغوی سره تماس ونیسي."

نوموړي وړاندې وویل، چې نه یواځې له مرکز څخه نه بلکې تقریبا له ټولو ولایتونو څخه او حتی د شخصي روغتونون روغتیايي کارکونکو په دغه روزنیز پروګرام کې برخه اخیستې.

ډاکټر رحیمزي زیاته کړه، چې په ټوله نړۍ کې د ولادت پرمهال د کوچنیانو د ساه د بندیدو له امله تر یومیلیون زیات کوچنیان مري او ښايي دغه ستونزه په افغانستان کې هم زیاته وي نو ځکه يې دغه روزنیز سیمنار جوړ کړی دی.

د دغه سیمنار یوې ګډون کونکې ډاکټرې ازادي راډیو ته داسې وویل:

"ډاکټر کریمه یم، هیله منده یم، چې د دغه پروګرام په مرسته په هېواد کې د ماشوم د مړینې کچه راټیټه کړو.

دا ډېر په ارزښته پروګرام دی، په لومړي ځل افغانستان ته راوړل شوی، په راتلونکي کې هم د دا ډول پروګرامونو جوړېدو ته هیله مند یو او دغه ډول پروګرامونه د ډاکټرانو او قابله ګانو وړتیا زیاتوي."

په افغانستان کې د میندو او کوچنیانو د مړینې فیصدي ډیره لوړه ده، تقریبا په هرو یولکو ژوندیو ولادتونو کې ۱۶۰۰ میندې مري، دغه راز له پنځه کلنۍ څخه د کوچنیو ماشومانو مړینه په هرو زرو تنو کې له ۱۹۰ تنو څخه پورته ده.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له خپلو نړیوالو شریکانو سره یوځای ټول په دې هڅه کې دي، چې د مور او ماشوم د مړینې دغه لوړه کچه راکمه کړي.

که څه هم د روغتیا پوهانو په اند د مور او ماشوم د مړینې د دغې لوړې کچې په کمولو کې د ډاکټر او کلینک ترڅنګ خپله د مور زده کړه او تعلیم هم تر ډیره مثبت رول لوبولی شي، یعنې یوه تعلیم یافته مور د خپل ماشوم د روغتیا په ساتلو کې تر هغې چې نا لوستې یا بې تعلیمه وي ډیره مرسته کولای شي.

راپور: مجاهد جواد
XS
SM
MD
LG