ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې په افغانستان کې د سولې لپاره په روانو هلو ځلو تبصره کړې او د سولې د نړیوالې ورځې لمانځنې ته په اشارې سره یې لیکلي، چې په حلوا ویلو خوله نه خوږیږی.
ورځپاڼې لیکلي چې یوازې د غونډو په جوړولو او د سولې په اړه خبرې درد نشي دوا کولای او باید چې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره عملاً کار وشي.
ملی ارمان په افغانستان کې د جګړې د دوام او په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه هم یو مطلب خپور کړی.
په مطلب کې راغلي ایا امریکا به د دغه هیواد د ځینو پوځي چارواکو له وړاندوینه سره سم تر لسو کلونو پورې په افغانستان کې د جګړې توان ولري.
هېواد:
هیواد دولتی ورځپاڼې لیکلي دي، چې په افغانستان کې د جګړې دوام په دغه هیواد کې د نظام جوړونې او بیارغونې فرصتونه له منځه وړي.
ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې لیکلي دي، اوسمهال په افغانستان کې د سولې لپاره یوه روښانه ستراتیژی رامنځ ته شوې او د سولې عالي شورا هم جوړه شوې.
هیواد پر وسلوالو مخالفینو غږ کړی، چې په خپل دریځ له سره کتنه وکړي، له جګړې دې لاس واخلي او د سولې او ملي پخلاینې له بهیر سره دې یو ځای شي.
هیواد په خپل لومړي مخ کې د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت د جمهور ريیس حامد کرزي پیغام هم خپور کړی. په پيغام کې جمهور ريیس هیله څرګنده کړې، چې د سولې نړیواله ورځ به په افغانستان او ټولې نړۍ کې د سولې پیلامه وي.
خدمتګار:
خدمتګار ورځپاڼې هم د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې د سولې په اړه تبصره کړې او لیکلی يې دي، چې سوله ستراتیژیک اړخونه لري چې باید ورته کار وشي.
ورځپاڼې لیکلي د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ورزشي لوبو، شعرونو او نورو تفریحي پروګرامونو محفلونه جوړ شول خو لیکوال زیاته کړې، سوله په دې سمبولیکو نمانځلو نشي راتلای.
خدمتګار لیکلي دي، افغانستان د سولې د ټینګیدو لپاره پرته له دې بله لار نه لري، چې د سولې لپاره ستراتیژیک ابعاد رامنځته او ستراتیژیک اقدامات ترلاس لاندې ونیول شي.
ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه هم تبصره کړې او د ستونزې یې څیړلي دي.
خدمتګار همداراز ليکلي، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو یو شمیر کاندیدان د خپلو کمپاینونو په ترڅ کې پور وړي شوي دي او اوس له خلکو پټ ګرځي.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې په افغانستان کې د سولې په اړه لیکلي دي، هر افغان سوله او امن غواړي او له بې تعریفه او بې هویتې روانې جګړې څخه ستومانه دی.
ورځپاڼې لیکلي دي، په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره دې ته اړتیا ده چې د سولې عږ د ولس په ملي غوښتنه بدل شي، د هیواد مدني ټولنې، رسنۍ، ښوونځی او په ټوله کې افغان ولس راپاځي او د جګړې د بندولو غږ وکړي.
ویسا په یوه بل مطلب کې د یوې امرکايي څیړنیز مرکز په حواله لیکلي دي، چې امرکا په افغانستان کې د القاعده شبکې د حضور په اړه مبالغه کوي.
ورځپاڼې لیکلی دي، په داسې حال کې چې په افغانستان د القاعده شبکې له پنځوسو نه تر سلو کسان موجود وي او امریکا ددغه هر تن پر ضد یو ملیارډ ډالره لګوي.