د میدان ورګو له ولایت څخه د نا امنیو د ډیرو راپورونو له خپرېدو سره سم د نوموړي ولایت چارواکي څرګندوي چې وسله والو مخالفانو پر دې ولایت د بیارغونې او پراختیایي پروژو د مخنیوي په هدف فشارونه زیات کړي دي.
د میدان وردګو والي محمد حلیم فدایي د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د پخوا په مقایسه په دې ولایت کې حکومتداري ښه شوې او د بیارغونې کارونه هم چټک او منظم روان دي.
ښاغلي فدایي څرګنده کړه چې وسله وال مخالفان د میدان وردګو ولایت په ځینو ولسوالیو کې کله نا کله حملې کوي خو دا حملې به د ده په خبره د پرمختګونو مخه ونه نیسي:
(په دې ولایت کې په ټولو سیمو کې موږ د ښه کیدا په حال کی یو دا چې مخالفین فشار اچوي خو د پرمختګونو مخه نشي نیولای.)
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې له میدان وردګو څخه د نا امنیو د ډیرو پېښو راپورونه ورکول کیږي، د نوموړي ولایت یو شمېر اوسیدونکي وایي چې د میدان وردګو په ځینو ولسوالیو کې وسله وال مخالفان ډیر فعالیت لري او د دوي خوزښت او تحرکات مخ په زیاتېدو دي.
خو د میدان وردګو والي محمد حلیم فدایي وایي چې د تېرو دوو کلونو په مقایسه د چک او جغتو په څیر د دې ولایت په نا امنو ولسوالیو کې هم امنیتي پېښې کمې شوي او هڅه کیږي چې د خلکو له غوښتو سره سم پراختیایي پروژې عملي شي.
د ښاغلي فدایی په خبره دا مهال په میدان وردګو کې د بیارغونې سلګونه پروژې د ایتلافي ځواکونو په مالي مرسته د عملي کېدو په حال کې دي:
(تر ۴۰۰ زیاتی رغنیزو پروژو کار روان دی او همدارنګه ولس په کې ګډون کوي.)
خو په عین حال کې د میدان وردګو ولایت کې د ځینو سیمو اوسیدونکي شکایت کوي چې دوي لا تر اوسه له ښې حکومتدارۍ څخه نه دي برخمن او د بیارغونې بهیر هم د دوي په سیمو کې په ځانګړي توګه په نا امنو ولسوالیو کې پڅ روان دی.
میدان وردګ پایتخت کابل ته نږدې پروت ولایت دی، امنیتي چارواکي وایي چې په نوموړي ولایت کې د بیارغونې د ډیرو پروژو عملي کول له یوه پلوه د حکومت او خلکو ترمنځ فاصله کموي او له بلې خوا په دې ولایت کې د وسله والو مخالفانو فعالیتونو او ناامنیو ته هم د پای ټکی ږدي.