د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

د کندهار او زابل يو شمېرکانديدان وايي چې په انتخاباتو کې درغلۍ شوي


د کندهار او زابل څخه ولسي جرګې ته ډيرى کانديدان په دغه ولايتونو کې ترسره شوي انتخابات له پراخو درغليو څخه ډک بولي او وايي چې داسې انتخابات دوي ته د منلو وړنه دي .

فرشته افغان د کندهار څخه ولسي جرګې ته کانديده ده وايي چې يو شمېر کسانو د انتخاباتو د کميسون کار کوونکي په وسلو ګواښلي چې ځينو خاصو کانديدانو ته رايه ورکړي.

د ميرمن افغان په خبره دغه درغلۍ په پنجوايي، ارغنداب، سپين بولدک او داسې نورو ولسواليو کې شوي دي:

(( دوي په زوره او د سلاح په واسطه مامورين تهديدول او دوي به رايي اخیستي ان په ژیړۍ کې يوه ښځه ماښام راغله چې د دغه سيمې د کارکوونکو څخه وه زما څخه يي پوښتنه کول ما نه پيژندل ويل يي چې د شکايتونو کميسون چېرې دي زه ځم شکايت کوم زه ورسره په جريان کې شوم چې ولي؟ او په څه اړه شکايت کوي يو کاندیدې دا نظر بنده کړې وه پر دې يي توپنچه نيولې وه چې ژر شه ته بايد ماته رايه راکړي.))

خالد پښتون چې مخکې هم په ولسي جرګې کې د کندهار د خلکو استازي ؤ هم له انتخاباتو څخه سخت ناراضه دى، نوموړي ازادۍ راډيو ته وويل چې په دې انتخاباتو کې د ټولو کندهاريانو حقوق تر پښو لاندې شول.

د ده په خبره له ډنډ ولسوالۍ څخه ماسوا په نورو ټولو ولسواليو کې پرېمانه داسې درغلۍ شوي دي چې په هيڅ قانون کې نه شي ځاېدلاى او دغه درغلۍ د يو شمېر مشهوره کسانو له خوا ترسره شوي دي:

((د انتخاباتو مامورين په خونو کې کلف شوي دي د سيمې د مسوولينو يا د زور واکانو له خوا دا انتخابات تر سره شوي چې بهترين مثال او تناسب د رايو دادی چې په ښار او شفافو رايو کې رايي ډيرې لږې استعمال شوي مثلا په ښار کې په يوه مرکز کې ٦٠ رايي استعمال شوي خو په معروف يا ارغستان کې يا شورابک په زرګونو رايي د څو محدودو کانديانو په ګټه چې هغه د دوي په نظر کې وو د دوي په ګټه استعمال شوي.))

د کندهار څخه ولسي جرګې ته يو بل کانديد نورالحق علومي هم همدغه خبره کوي او وايي چې په کندهار کې انتخابات د نورو ولايتونو سره د پرتلې وړنه دی.

ښاغلي علومي وايي چې تر پرون سهاره پورې لاصندقونه ډکېدله او ان په داسې ولسواليو کې چې هلته نارينه و رايه نه ده ورکړې لا کن د يو شمېر کانديدانو په ګټه د ښځو له خوا سل په سلو کې صندقونه ډک شوي دي.

په کندهار کې د انتخاباتو د شکايتونو د اورېدولو مسؤل انجنير زيار هم د دغه کانديدانو ياده خبره مني او وايي چې ما په خپلو سترګو درغلۍ ليدلي دي.

او دا انتخابات لکه څنګه چې ښايي د قناعت وړنه دي،د ښاغلي زيار په خبره تر اوسه پورې دوي ته ١١٨شکايتونه د کانديدانو او د هغوي د څارونکو له خوا رسېدلي دي چې دوي ورباندې غور کوي:

(( ١١٨شکايتونه موږ ثبت کړي دي دغه زياتره د تخطي او جعلي کارټونو دي، ټاکنې خو تر سره شوي مګر د تخطي او درغلۍ سره تر سره شوي داسې شفافې هم نه وي او په صفر کې هم نه وې انتخابات ښه وه د امنيتي چارو له خوا هم تهديدات نه وو خو خلکو چندانې علاقه نه ښووله رايي لږ استعمال شوې وې.))

خو په کندهار کې چارواکي او د انتخاباتو د کميسون مسؤل انجنيرعبدالهادي انتخابات بريالۍ بولي او وايي چې د دومره زياتو ګواښونو سره ، سره خلکو په رايه اچونه کې ونډه واخيسته، دا خپله يو برياليتوب دی:

(( موږ خو وايو چې ټاکنې پاکې وې هغه چا چې درغلي کړي وي هغه به خپله جزا ويني ادعا ګانې کيږي که څوک شکايت لري هغه د شکاياتو کميسون ته دې ولاړ شي خپل شکايت دې ثبت کړي ))

د زابل يو شمېر کانديدانوهم له انتخاباتو څخه ناخوښې دي او وايي چې انتخابات له درغليو څخه ډک وو، صديقه جلالي او عبدالله خان هوتک چې د زابل څخه ولسي جرګې ته خپلواک کانديدان دي وايي، چې موږ له دې انتخاباتو څخه هيڅ خوښ نه يو د دوي په خبره دغسې انتخابات چې د يوه خاص کانديد لپاره په لوړه کچه د انتخاباتو په ورځ کمپاينونه کيږي د منلو وړنه دي د دوي په خبره چې دغه ورځ يې په لسګونو جعلي کارتونه ليدلي خو چا ورته څه نه دي ويلي.

د زابل د شکايتونو د اورېدولو مسؤل نظر محمد خزان هم په انتخاباتو کې د درغليو خبره نه ردوي او وايي چې له دوي سره تر اوسه پورې ٤٨شکايتونه ثبت شوي دي، خو د زابل د انتخاباتو د کميسون مسوولين دغه انتخابات بې جوړې بولي.

راپور : محمدصادق رښتينى
XS
SM
MD
LG