د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

رفعت:د انتخاباتوپه اړه په لسګونو شکایاتونه لرو


د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړي او ویاند احمدضیا
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړي او ویاند احمدضیا

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي چې تر اوسه پورې د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه چې د شنبې په ورځ ترسره شول په لسګونو شکایتونه ترلاسه کړي دي او دا مهال هڅه کیږي چې دغه ټول شکایتونه وڅیړل شي

د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو له ترسره کېدو وروسته دا دي د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي چې د انتخاباتو په اړه دامهال د شته شکایتونو په راټولولو باندې کار کوي.

د جعلي کارتونو کارول، له ګوتو څخه د انتخاباتو د رنګ پاکېدل، په ځینو انتخاباتي مرکزونو کې د زورواکانو نفوذ او یو شمېر نورو داسې موضوع ګانو په اړه شکایتونه تر اوسه پورې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته رسېدلي دي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړي او ویاند احمدضیا رفعت د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې هڅه کوي دغه شکایتونه په جدي توګه وڅیړي:

"د تېرې ورځې یعنې د انتخاباتو د ورځې راهیسې مو په لسګونو شکایتونه او راپورونه له ټول افغانستان څخه تر لاسه کړی دي او دغه لړۍ همداسې روانه ده.

د دغو شکایتونو له څیړنې او طبقه بندې څخه وروسته به دا جوته شي چې له څومره شکایتونو سره اسناد او شاهدان شته او که څنګه او بیا د دغو شکایتونو د څیړنې او ارزونې څخه وروسته ویلې شو چې په انتخاباتو کې تر کومه حده درغلۍ او یا نورې ستونزې رامنځته شوې وې."

په عین حال کې د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون مرستیال او د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون پخواني غړي فهیم حکیم هم په دې خبرې ټنګار وکړ چې تر هرڅه وړاندې لومړی باید د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته ټول رسېدلي شکایتونه تنظیم او بیا باید په ډیر غور سره وڅیړل شي.

ښاغلي حکیم هیله څرګنده کړه چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون به په دې وتوانیږي چې تر دې وروسته هم په شفافیت سره خپل کارونه مخې ته یوسي:

"د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون باید خپل یو ضربتي ټیم ولري، دغه روزل شوي ټیمونه باید ډیر ژر د شکایتونو د طبقه بندې او څیړنې په برخه کې کار پیل کړي.

زه هیله څرګندوم چې دوي به له هماغه دقت څخه کار واخلي چې د کاندیدانو د انتخاباتي کمپاین او په کاندیدانو د نیوکو پرمهال يي کړي وه او دوي به هرڅه په شفافیت سره مخې ته یوسي."

افغانانو بالاخره د شته تهدیدونو سره سره د شنبې په ورځ په پراخه کچه په انتخاباتو کې ګډون وکړ خو داسې اندېښنې هم شته چې د رایه ورکولو په ځینو مرکزونو کې سرغړونې او درغلۍ شوي دي.

د انتخاباتې شکایتونو کمیسیون هم ویلي دي چې لا د مخه په انتخاباتو کې د ځینو بې نظمیو او درغلیو په اړه اندیښنې موجودې وې خو داغه ستونزې په دې حد کې نه دي چې د انتخاباتو په عمومي بهیر باندې دې کومه اغیزه وکړي.

مجاهد جواد.
XS
SM
MD
LG