د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

کابل ښاروالۍ:کاندیدان باید خپل عکسونه لری کړي


زیاترو خپل په سلګونو او ان ځینو یي په زرګونو عکسونه او پوسټرونه په ښار کې په مناسب او نا مناسب ځای کې ځړولي
زیاترو خپل په سلګونو او ان ځینو یي په زرګونو عکسونه او پوسټرونه په ښار کې په مناسب او نا مناسب ځای کې ځړولي

کابل ښاروالۍ د ولسي جرګې د انتخاباتو له کاندیدانو غوښتي چې ژر تر ژره دې له کابل ښار نه خپل عکسونه او پوسټرونه را ټول کړي. د کابل ښاروالي چارواکي وايي، د انتخاباتو له تیرېدو وروسته اوس باید دغه عکسونه او پوسټرونه چې د ښار بڼې ته یې تغییر ورکړی له منځه ولاړ شي.

د ولسي جرګې انتخاباتو ته د کابل له شاوخوا شپږ نیم سوو کاندیدانو څخه یې زیاترو خپل په سلګونو او ان ځینو یي په زرګونو عکسونه او پوسټرونه په ښار کې په مناسب او نا مناسب ځای کې ځړولي او سریښ کړي دي.

خو د انتخاباتو له پای ته رسېدو وروسته اوس د کابل د ښاروالۍ چارواکي او یو شمېر خلک وايي، چې دغو پوسټرو او عکسونو ته نوره اړتیا نه ده پاتې او باید چې پاک کړای شي.

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال عبدالرازق عبدالرحیمزي د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، کاندیدان باید درې ورځې وروسته د خپلو پوسټر او عکسونو په راټولو لاس پورې کړي که نه نو ښاروالۍ به په خپله دا کار وکړي او لګښت به یې له هغو پیسو ورکړي چې کاندیدانو د تضمین په بڼه د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره ایښي:

(کاندیدان دا زمینه مساعد نه کړي چې ښاروالی په خپله اقدام وکړي او که ويي کړه نو لګښت به يي له دوي سره واخلي.)

د کابل یو شمېر اوسیدونکي هم په دې باور دي چې د کاندیدانو پوسټرونو او عکسونو د ښار بڼې ته تغییر ورکړی .

زیاتره دغه عکسونه د سړکونو او لارو پر غاړو، د بریښنا په پایو او په ودانیو، د خلکو په کورونو او زیاترو هغو ځایونو کې هم سریښ شوي دي، چې ښاروالۍ یې اجازه نه وه ورکړې.

د کابل دوو تنو اوسیدونکو ازادۍ راډیو ته وویل:

(اوس ټاکنې پای ته رسیدلي او باید کاندیدان خپله پوسټرونه ټول کړي او ښاروالۍ ته پکار ده چې په کاندیدانو فشار راولي چې خپل عکسونه لری کړي.)

د ولسي جرګې د انتخاباتي منډو ترړو په بهیر کې د کاندیدانو له خوا د زرګونو عکسونو او پوسټرونو د چاپیدو له امله چاپ خونو د ګټې بازارونه هم ګرم و، په همدې توګه د کابل ښاروالۍ او د اعلانانو د ځینو خصوصي شرکتونو لپاره هم د ګټې سرچینه وه.

تر اوسه څرګنده نه ده چې کاندیدان هغوي چې د خپل بیلاد ویره ورسره ده او یا هم د بریا هیلې یې په زړونو کې دي، په خپله د خپلو پوسټرونو په لرې کولو لاس پورې کړي او که نه ښاروالۍ په دې کار ته اړ کړي.


XS
SM
MD
LG