د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

د کندهار، زابل او ارزګان د ټاکنو بهير


د کندهار والي توریالی ویسا د رایي اچونې په بهیر کې
د کندهار والي توریالی ویسا د رایي اچونې په بهیر کې
د سويلي حوزې په درېو ولايتونو کندهار زابل او ارزګان کې هم د ولسي جرګې انتخابات چې د سهار په اوو بجو پيل شوي وه د مازيګر په پوره څلور بجو پای ته ورسېده.

په کندهار کې لومړي سهار تر اوبجو وروسته کندهار والي توريالي ويسا د احمدشا بابا په ليسه کې د رايي ورکولو تر ټولو لوی مرکز ته ورغلی او هلته يي دغه بهير پيل کړ .

کندهار والي د رايي ورکولو پر مهال خبريالانو ته وويل چې په کندهار ښار او ولسواليو کې ٢٠٩ مرکزونه پرانيستل شوي د ټولو مرکزونو امنيت نيول شوی او خلک دې د امنيت په برخه کې کومه اندېښنه نه لري.
په کندهار کې یو افغان رایه ورکونکی


په کندهار کې د رايي ورکولو بهير په لومړي سر کې تود وو او د خلکو ګڼه ګوڼه ډيره وه خو ورو ورو دا لړۍ سړه شوه او د رایو ورکولو مرکزونو ته د خلکو ورتګ کم شو او په مجموع کې د ښځو ونډه هم ډيره کمه وه .

که څه هم د کندهار والي او د ټاکنو کميسون مشر ويلي وو چې ټولو مرکزونو ته رايي پاڼې او صندقونه رسولي خو د ارغنداب ولسوالۍ د ناګهان او يو شمېر نور سيمو اوسيدونکو ازادۍ راډيو ته وويل چې د دوي کليو ته تر غرمې وروسته يوازې صندوقونه چې رايي پاڼې ورسره نه وې ور وړل شوي وو.

په کندهار کې د ټاکنو د کميسون مشر انجینیر عبدالهادي هم هغه مهال ومنل چې د ارغنداب ځينو سيمو ته رايي پاڼې او صندوقونه نه دي وړل شوي.

د انتخاباتو لپاره سخت امنيتي تدابير نيول شوي وو په ښار کې د ټولو وسايطو تګ رتګ بند وو، د بهرنيو او کورنيو امنيتي چارواکو له خوا د کندهار امنیتي حالت د سټليټ له لارې پر سکرين باندې څارل کېده چې کندهار ښار او ټولې ولسوالۍ يي تر پوښښ لاندې راوستې وې.

خو د دې ټولو تدابيرو سره سره بيا هم يو شمېر امنيتي پېښې وشوې لومړی دوه بمي چاودنې د ښار په دريمه او نهمه ناحيه کې وشوې.

امنيتي چارواکو ويل چې چاودنې کوم تلفات نه لرل خو د دولت وسلوالو مخالفينو ادعا کوله چې په دې چاودنو کې يي يو شمېر پوليس وژلي.

دريمه پېښه هغه مهال وشوه کله چې د کندهار والي ډنډ ولسوالۍ ته پرلاره وو او د سړک د غاړې بمي چاودنې سره مخ شو .

والي ازادۍ راديو ته وويل، چې په پېښه کې هيڅ چا ته زيان نه دی رسېدلی خو وسلوالو طالبانو ويلي وو چې په دغه چاودنه کې يي شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولی.

د ژیړې او ارغنداب په ولسواليو کې هم د يو شمېر ملکي کسانو د ژوبل کېدو خبر ورکړل شو او د والي وياند زلمی ايوبي ازادۍ راډيو ته وويل چې امنيتي چارواکو لسګوونه ماينونه هم کشف اوخنثې کړي.

د کندهار په څنګ لوري ولايت زابل کې هم د خلکو ونډه تېرو ټاکنو ته په ګوتو لږ وه، په دغه ولايت کې ٥ تنه هغه مهال ونيول شوه کله چې يي غوښتل جعلي کارټونه وکاروي.

د زابل د والي وياند محمدجان رسول ازادۍ راډيو ته وويل چې په دغه ولايت کې يوازې دوې بمي چاودنې شوي چې په يوه چاودنه کې يو ملکي وګړي وژل شوي او دوهمې چاودنې کوم تلفات نه لرل.

خو د دولت وسلوالو مخالفينو رسنيو ته ويلي چې په دغه چاودنو کې يي لسګونه بهرني او کورني سر تېري وژلي، دغه راز په ارزګان ولايت کې هم د ځينو امنيتي پېښو سره سره ګڼ شمېر خلکو په ټاکنو کې ګډون وکړ او د خپلې خوښې وړ کانديد ته يي رايه ورکړه .

راپور: محمدصادق رښتينى
XS
SM
MD
LG