د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

د رایو ورکولو لړۍ ختمه او د رایو شمېرنې لړۍ پیل شوه


معنوي:د رايي ورکوونکو کره شمېره به په لږه موده کې رسنیو ته ووایو
معنوي:د رايي ورکوونکو کره شمېره به په لږه موده کې رسنیو ته ووایو
د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات چې په ټول افغانستان کې د سهار په اوو بجو پیل شوي و، د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسېدل .

ویل کیږي چې په دې انتخاباتو کې به، څه باندې لس میلیونو د شرایطو وړو خلکو ګډون کړی وي.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ریيس فضل احمد معنوي ازادۍ راډیو ته وویل چې د رايي ورکوونکو کره شمېره به په لږه موده کې رسنیو ته ووایي .

همدا رنګه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي وایي چې، په ټولو مرکزونو او محلونو کې د راېو شمېرنه پیل شوی ده.

په پام کې ده چې دا بهیر د لسګونو زرو افغانانو او بهرنیو څارونکو په مخکې نن تر ناوخته پورې پای ته ورسیږي.

ویل کیږي چې د رایو له شمېرنې وروسته به د راېو صندقونه له مرکزونو او محلاتو څخه لومړی د ولایتونو مرکزونواو بیا به د هېواد مرکز ته ولیږدول شي او د شکایتونو د کمیسیون له څیړنو وروسته به یي نتایج اعلان شي.
XS
SM
MD
LG