د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

د انتخاباتو کمیسیون:د ګوتو لپاره ځانګړی شوی رنګ نه پاکیږي


ذکریا بارکزي:دغه رنګ باکیفیته دی او په اسانی له ګوتو نه پاکیږي.
ذکریا بارکزي:دغه رنګ باکیفیته دی او په اسانی له ګوتو نه پاکیږي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هغه راپورونه رد کړل، چې ویل کیږي، د راېو په ځینو مرکزونو او محلونو کې د ګوټو لپاره ځانګړی شوی رنګ پاکیږي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دالارانشان مرستیال ذکریا بارکزي وویل، چې دغه رنګ باکیفیته دی او په اسانی له ګوتو نه پاکیږي.

نوموړي همدا راز په ولایتونو کې د رایو په ځینو مرکزونو کې د انتخاباتي موادو د کموالي ګنګوسې رد کړي.

دا په داسې حال کې ده ، چې د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسیون ویاند احمدضیا رفعت تاييد کړه، چې د رایو په ځینو مرکزونو کې د ګوتو لپاره ځانګړی شوی رنګ د رايي اچوونکو له ګوتو پاکیږي، یو شمېر رايي اچوونکو هم دغه ستونزه له ازادۍ راډیو سره شریکه کړه.
XS
SM
MD
LG