د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

په هلمند کې ۱۵۰۰ جعلي کارتونه نیول شوي


په هلمند کې د یوې کاندیدې له لور سره ۱۵۰۰ جعلي کارتونه نیول شوي
په هلمند کې د یوې کاندیدې له لور سره ۱۵۰۰ جعلي کارتونه نیول شوي
په هلمند کې د ېوې کانديدې له لور سره پنځلس سوه جعلي کارتونه چې غوښتل يي د خپل مور په نفعه يي وکاروي امنيتي ځواکونو نيولي دي.

د هلمند د والي وياند داود احمدي وايي دغه کارتونونه ولسي جرګي د ېو کانديدې حبيبې سعادت له لور سره نيول شوي دي او هغې غوښتل دغه کارتونه د خپل مور په ګټه وکاروي.

لومړي مالومات وايي چې د دغه کانديدې لور د پوليسو د جنايي مديريت له لوري نيول شوې ده او پېښه تر نورو پلټونو لاندې ده، لښکرګاه ښار د ملالۍ د ښځينه ليسې په انتخاباتي سايټونو کې په پراخه ډول درغلۍ روانه ده.

د ملالې د ليسې په ټولو سايټونو کې د ښځو د نامنظوالي په خاطر يو شمېر ناظرين د خپل کانديدانو په ګټه کمپاين هم کوي او ښځې مجبوره کوي چې د دوي کانديد ته رايي ورکړي.

د هلمند د ملي امنيت يوه کارکوونکي چې د نامه له ويلو يي ډډه کوله ازادۍ راډيو ته ويلي دي چې په همدې ليسه کې دوي تر ديرش ډير جعلي کارتونه نيولي دي چې د يوه هزاره کانديد په ګټه کارول کېده.

هغه د کانديد نوم نه دى ويلی خو ويلي يي دي چې دا کار په محلونو کې ښځې کوي، د يوه کانديد ښځينه ناظيرې چې د نامه له ويلو ډډه کوله چې دلته د بيروبار نه په استفادې ځينې ښځې دوه او درې رايي ورکوي خو امنيتي کسان او د محل مشران د دوي سره مرسته نه کوي.

تر اوسه د هلمند ګرشک ولسوالۍ کې دوه توغندي بريدونه شوي دي چې تلفات نه لري او د دې ترڅنګ ګرشک ولسوالۍ کې د انتخاباتو د دفتر يو تن ډیپسي وايي چې دوي ٦٣٠نومرې چې د کارتونو اخیستل شوي وي او احتمال يي دا وچې د يوه کانديد په ګټه وکارول شي نيولي دي.

د هلمند له ځينيو ولسواليو لکه موسي کلا او سنګين څخه راپورنه وايي چې هلته د رايي مرکزونه په نهه بجې پرانیستل شوي دي خو د انتخاباتو مسئولين وايي چې دوي ته ستونزې ناظرينو جوړې کړي دي او د کميسون کارونه ټول منظم وه .

په هلمند کې وضعه ارامه ده او کومې امنيتي ستونزې نه شته خو ملکي کسان د سختو امنيتي تدابيرو له امله چې امنيتي ساتونکو نيولي دي شکايت کوي دوي وايي نه شي کولای چې په اسانۍ سره د رايی مرکزونو ته لاره پيداکړي.
XS
SM
MD
LG