د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

د دیموکراسی د نړېوال مرکزغړی پیتر د انتخاباتو بهیر ښه بولي


یو افغان خپله د ولسي جرګې رایه کاروي
یو افغان خپله د ولسي جرګې رایه کاروي

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات، په ټول هېواد کې د شنبې د ورځې د سهار له اووبجو راهیسي پیل شوي دي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې د دې بهیر څارلو ته له یولکو څخه زیات کورني او بهرني څارونکي ګمارل شوي دي.

پیترچې د دیموکراسی د نړېوال مرکز غړی دی، وایي چې له دوه زره او دوېم میلادي کال راهیسې په افغانستان کې اوسیږي او په دې هېواد کې د ډیموکراسی اړوندې چارې پر مخ وړي، د شنبې په ورځ یي د کابل ښار د رایو ورکولو په یوه مرکز کې ازادۍ راډیو ته وویل، سره له دې چې، ستونزې شته خو روان بهیر تر اوسه ښه پرمخ ځي، ښاغلي پیتر زیاته کړه:

(موږ د هېواد د ۳۴ ولایتونو څخه په ۳۱ ولایتونو کې حضور لرو، موږ ته مهمه وه چې د هېواد له ټولو سیمو څخه راپورونه تر لاسه کړو او دا لړۍ تعقیب کړو خو اوس مهال روانه لړۍ ښه پر مخ ځي.)

ده دا هم وویل چې اوس د روان بهیر د نتایجو په هکله قضاوت کول، له وخته مخکې خبره ده، خو د مرکز په ګډون په ټولو ولایتونو کې د دوي له استازېو سره چې شمېر یي له یو سلو شپیتو څخه اوړي، اړیکي لري او شیبه په شیبه ترې د حالاتو راپور اخلي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې، د انتخاباتو څارلو ته څه باندې یولک کورني او بهرني څارونکي ګمارل شوي دي، چې په دې کې د کاندیدانو استازي، د بشر د حقونو د کمیسیون او مدني ټولنې غړي او د فیفا یا د ازادو اوعادلانه انتخاباتو د کمیسیون کارکوونکي شامل دي او په بشپړه توګه حق ورکړل شوی دی چې، د انتخابات بهیر په دقت سره وڅاري، د نیمګړتیا په پوره کولو له مربوطه ارګانونو سره مرسته وکړي او قصدي سرغړونې په ګوته کړي.

راپور: خان محمد(سیند)
XS
SM
MD
LG