په کندز ولایت کې چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د انتخاباتو لپاره د رايې اچونې پروسه له کومې ستونزې پرته پیل شوه.
د کندز والي انجنیر محمد عمر، په داسې حال کې، چې د انتخاباتو د رايي اچونې یوه مرکز ته تللی و، ویلي یي دي، چې د دغه ولایت د راېو په ۱۷۰ مرکزونو کې د رایي اچونې پروسه له کومې ستونزې پرته پیل شوې.
همداراز نوموړي زیاته کړه ، چې تېره شپه د کندز د ګورتپې په سیمه کې د افغان او بهرنیو سرتېرو په ګډو عملیاتو کې د طالبانو پنځه مهم غړي وژل شوي ، دری ټپیان دي او یو هم نیول شوی دی.
خو دکندز والي خلکو ته د انتخاباتو د امنیت په اړه ډاډ ورکړ.