د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

په کابل او ولایتونو کې ټاکنې له اوو بجو راهیسې پیل شوي


د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې د شدېدو امنیتي تدابیرو په لړ کې د ولسي جرګې انتخابات نن سهار له اوو بجو راهیسې پیل شوي دي.

د انتخاباتو د پیل په لومړېو شېبو کې د راېو په مرکزونو کې د خلکو ګډون د ګوتو په شمېر لیدل کېده.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مشر فضل احمد معنوي، دغه بهیر نن سهار په اوو بجو د خبریالانو او د لسګونو څارونکو پروړاندې رسما پیل کړ.

د فضل احمد معنوي په خبره له هماغه شیبې راهیسې په مرکز او ولایتونو کې د رايي اچونې لړۍ پیل شوې ده، خو داسې رپوټونه خپاره شوي، چې د انتخاباتي کارکوونکو د پوره چمتووالي د نشتوالي له امله د هېواد د مرکز او ولایتونو د راېو په ځینو مرکزونو کې د رايي اچونې بهیر په ځنډ سره پیل شوی، چې د خلکو له انتقادونو سره مخ شوي دي.

د فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یو څارونکي محمداصف، چې د کابل د افشار په سیمه کې ګومارل شوی، ازادی راډیو ته وویل، چې د رايي اچونې بهیر ډېر عادي پیل شوی او تر اوسه کومه ستونزه نه لیدل کیږي.

یوه اوه څلوېښت کلنه مېرمن چې د کابل ښار د مکروریانو په سیمه کې د رايي اچونې یوه مرکز ته تللې وه ، په داسې حال کې ، چې خوشحاله معلومېده ، ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا راغلې تر څو د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي.

نوموړې زیاته کړه :

(زه له ټولو افغان مېرمنو غواړم، چې په دې پروسه کې ګډون وکړي او د هېواد د غوره راتلونکې لپاره، د خپل خوښې کاندید ته رایه ورکړي.)

د انتخاباتو لپاره شدید امنیتي تدابیر نیول شوي او د مرکز او ولایتونو په سړکونو او واټونو او د راېو په مرکزونو کې پولیس او امنیتي سرتېري په جدي توګه امنیت څاري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا یو سل او لس زره پولیس د ولسي جرګې د امنیتي پوښښ لپاره ګومارل شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د ملي اردو سرتېري هم په دې برخه کې همکاري کوي.

د ایساف ځواکونو ویاند جنرال بلاتز هم په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د دوې سرتېري به هم د اړتیا پر مهال له افغان امنیتي سرتېرو سره همکاري وکړي.

ټاکل شوې، چې د انتخاباتو د رايي اچونې بهیر د مازدیګر تر څلور بجو روان وي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تمه لري، چې د انتخاباتو به شرایطو برابر څه باندې لس میلیونه وګړي د انتخاباتو په نننې پروسه کې برخه واخلي.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو ته شا و خوا ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي، چې شا و خوا ۲۴۹ يي ښځې دي، په پام کې ده، چې له دې ډلې څخه ۲۴۹ تنه د افغانستان ولسي جرګې ته وټاکل شي.

ماریا صدیقي
XS
SM
MD
LG