د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات پیل شول


د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات نن سهار په اووبجو پیل شول. دغه انتخابات په داسې حال کې ترسره کیږي چې د امنیت او د انتخاباتو د شفافیت په اړه ډيرې اندیښنې راپورته شوي دي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پرون د افغانستان پرټولو خلکو غږ وکړ، چې په انتخاباتو کې دې ګډون وکړي او له دې لارې دې په هېواد کې د سولې او ثبات له ټینګېدو سره مرسته وکړي:

"د افغانستان له ټولو خلکو که په ښارونو، ولسوالیو او کلیو کې دې، په پوره شهامت سره دې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ګډون وکړي، خپله رایه دې پرته له زور او پیسو څخه په ایماندارۍ وکاروي، دا پروسه د هېواد د ابادۍ او پرمختګ ضمانت کوي."

ښاغلي کرزي د ولسي جرګې انتخابات د هېواد او خلکو لپاره یو ستر ارزښت وباله او له وسله والو طالبانو یې هم وغوښتل، چې له جنګه دې لاس واخلي او په دې پروسه کې دی چې د سولې، ثبات او ترقي ضامنه ده، برخه واخلي.


دا په داسې حال کې ده چې د دولت وسله والو مخالفینو د دغو انتخاباتو د ګډوډولو ګواښ کړی او له خلکو یي غوښتي چې په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي.

خو افغان امنیتي چارواکي ډاډ ورکوي چې د انتخاباتو لپاره یي کلک امنیتي تدابیر نیولي او خلک کولای شي چې له ډار پرته د رایي ورکولو مرکزونو ته لاړ شي او خپله رایه وکاروي.

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسي جرګی د انتخاباتو لپاره پرامنتی وضعیت اندیښه څرګنده کړه.
د سپینی ماڼی ویاند رابرت ګیبس وویل: متحده ایالات د دغو انتخاباتو بریالیتوب ته سترګی په لارده خو د هیواد په یوشمیر سیمو کی د امنیت په اړه جدی اندیښنی موجودی دی.

له بلی خوا د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالتو ځانګړي استازي ریچارډ هولبروک دا ومنله چې دغه انتخابات به له درغلیو خالي نه وي خو مهمه داده چې دغه انتخابات ترسره شي.

د ولسي جرګې د ۲۴۹ څوکیو لپاره څه باندې دونیم زره کسانو چې څه باندې څلور سوه یي ښځې دي، ځانونه کاندید کړي.
په ولسې جرګه کې د ښځو ونډه ۶۸ څوکۍ ده.

په یوه بل پرمختګ کې د انتخاباتو د کمیسیون چارواکو پرون د ولسي جرګې د دو کاندیدانو په ګډون د څه کم شل تنو انتخاباتي کارکونکو او د کاندیدانو د کمپاین کارکونکو د تښتول کېدو خبر ورکړ.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور وویل یو کاندید په لغمان ولایت کې تښتول شوی چې طالبانو یي د یرغمل کېدو مسولیت په غاړه اخیسیتی دی.

بل کاندید په هرات ولایت کې له خپلو درېو همکارانو سره تښتول شوي دي، لس تن نور چې د انتخاباتو د کمیسیون غړي او د کاندیدانو کمپاینران دې په بادغیس ولایت کې تښتول شوي دي.
XS
SM
MD
LG