د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۳

معنوي:خلک دې په پوره ډاډ په انتخاباتو کې ګډون وکړي


 د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ریيس فضل احمد معنوي
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ریيس فضل احمد معنوي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د هېواد له ټولو خلکو وغوښتل چې د شنبې په ورځ دې، د رايي ورکولو مرکزونو ته لاړ او د دوي رایې دې وکاروي.زیاته کړه چې، د رايي ورکولو ټولو مرکزونو ته یي شپیته فیصده ضروري مواد ور رسولي او څلویښت فیصده به، د جمعې د ورځې تر پایه پورې ور ورسوي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د شنبې په ورځ د سهار له اوو بجو څخه د مازیګر تر څلورو بجو پورې ترسره شي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ریيس فضل احمد معنوي له ټولو خلکو وغوښتل چې په پوره زړورتیا دې د رايي ورکولو مرکزونو ته لاړ او د دوي د خوښې کاندیدانو ته دې رايي واچوي.

ښاغلي معنوي چې د شنبې په ورځ یي د انتخاباتو په هکله په کابل کې خبریالانو ته څرګندونې کولې وویل چې، دوي انتخاباتو ته پوره تابیا کړې او له دې لارې څخه ډیرې ستونزې لېرې کړي دي.ښاغلي معنوي زیاته کړه:

"له ټولوهېوادوالو هیله ده چې، دغه ملي بهیر دې په میړانه سره ترسره کړي. ولسي جرګه د خلکو په رایو مشروعیت ته رسیږي او دا مشروعیت د خلکو په راېو بشپړیږي. "

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس وویل چې، د انتخاباتو په ورځ به په ټول هېواد کې، د راېو ورکولو"پنځه زره او اته سوه"مرکزونه پرانیستي وي.

معنوي زیاته کړه، د افغانستان په پنځه ویشتو ولایتونو کې به د امنیتي ستونزو له امله د راېو ورکولو ټول"نهه سوه درې اتیا" مرکزونه تړلي اوسي.

ده دا هم وویل چې، د راېو ورکولو ټولو مرکزونو ته یي تر ډیره ځایه د ضرورت وړ مواد ور رسولي او د نورو رسول جاري دي:

"د پنجشنبې د ورځې تر پایه پورې به د رایو ورکول ټولو مرکزونو ته شپیته فیصده د ضرورت وړ مواد ور ورسیږي او پاتې به یي د جمعې د ورځې تر وروستیو پورې بشپړ شي، په دې برخه کې هیڅ اندېښنه نه ده پاتې. "

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې، کمیسیون کابو یوولس نیم میلیونو رايي ورکوونکو ته، د دوي تیاریانې بشپړې کړي دي.

د افغانستان د ولسي جرګې دوه سوه نهه څلویښتو کرسیو ته څه باندې دوه زره او پنځه سوه تنه ولاړ دي چې څلورسوه په کې ښځې دي.

سره له دې چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون، دغه بهیر ته د هر ډول چمتوالي خبرې کوي خو بیا هم د خلکو له ذهنونو څخه د نا امنیو ویره په بشپړه توګه نه ده وتلې.

راپور— خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG