د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۰

رفعت:که جعلي کارتونه تشخیص شي نوعاملینو سره به يي جدي چلند وشي


د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند احمدضیا رفعت
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند احمدضیا رفعت

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، چې که په انتخاباتو کې یې د کوم کاندید یا هم د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د مسئولینو له خوا د درغلیو شواهد ترلاسه کړل نو له درغلي کوونکو سره به جدي چلند وشي.

د ولسي جرګې د انتخاباتو به ورځ د جعلي کارټونو د کارولو په اړه د راپیدا شوېو اندېښنو په ترڅ کې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، که په کوم کاندید ثابت شوه چې د جعلي کارتونو به کارولو کې لاس لري نو ممکن د انتخاباتو له پروسې نه وویستل شي.

د دې کمیسیون چارواکي وايي چې دوي به د انتخاباتو د بهیر تر پایه پورې د سرغړونو او شکایتونو په اړه خپلو څیړنو ته دوام ورکړي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند احمدضیا رفعت وايي، چې د رايي ورکولو په مرکز کې د جعلي کارتونو د تشخیص او د عاملیونو د پېژندلو پر مهال به دغه کمیسیون جدی اقدام وکړي:

( که په انتخاباتي حوزه کې د جعلي کارتونه کارول تشخیص شي او عاملونه يي هم پیدا شي، طبیعي ده، چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون به جدي توګه اقدام وکړي او له هغوي سره به قانوني چلند وکړي.

که د جعلي کارتونو په کارونه کې کاندیدان لاس ولري، نو د دې امکان شته، چې دوی به د خپلې کانديدی څخه محروم شي.)

ښاغلي رفعت همدا راز وايي، چې د انتخاباتو جعلي کارتونه د هېواد په یوه ګاونډی هېواد کې چاپ شوي دي.
بل خوا د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، چې امنیتي ارګانونه د دغو قضیو د عاملیونو د کشف په لټه کې دي.

په همدې حال کې دغه کمیسیون خبرداری ورکوي، چې که د انتخاباتو خپلواک کمیسیون کارکوونکي د ولسي جرګې د انتخاباتو په ورځ په درغلیو کې لاس ولري، نو څارنوالۍ ته به ور وپېژندل شي، ښاغلی رفعت زیاتوي:

( د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون هر کارکوونکی په هره کچه چې وي، که د انتخاباتو په بهیر کې سرغړونه وکړي او یا هم په درغلیو کې لاس ولري، نو د انتخاباتي شکایتونو له خوا به څارنوالۍ ته وروپېژندل شي او حد اکثر تر لسو کلونو پورې د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون له کار کولو محرومیږي.)

ټاکل شوې د شنبې په ورځ د افغانستان خلک په ټولو ولایتونو کې ولسي جرګې ته د خپلو استازو د ټاکلو لپاره په صندقونو کې رایه واچوي.

په دغو انتخاباتو کې د نا امنیو موجودیت او د درغلیو احتمال هغه لویې ستونزې دي چې د خلکو او کاندیدان یې په اړه ژورې اندیښنې لري.
XS
SM
MD
LG