د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

بشري:د انتخاباتو د امنیت لپاره بشپړ پلان نیول شوی


د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري
د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري
د شنبې په ورځ د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو د امنیت ټینګول افغان دولت او نړېوالو ځواکونو ته تر ټولو لویه ننګونه بلل کیږي، خو د دغو ځواکونو چارواکي ډاډ څرګندوي چې دا انتخابات به په خوندي توګه ترسره شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او ایساف ځواکونو ویاندویانو د پنجشنبې په ورځ په یوه ګډه خبري غونډه کې د خپلو امنیتي پلانونو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري وویل چې د انتخاباتو د امنیتي پلان له مخې به 52 زره پولیس په لومړۍ درجه احضاراتو کې وي:

د ولسي جرګې د انتخاباتو د کمپاین پروخت د هېواد په بېلابېلو برخو کې 4 تنه کاندیدان وژل شوي، د هغوی یو شمېر کمپاین کوونکي او ملاتړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

د ښاغلي بشري د معلوماتو له مخې په دغو انتخاباتو کې 5000 ښځینه پولیسي هم دې ته چمتو شوي چې د ښځینه مرکزونو ساتنه او څارنه وکړي.

همدرانګه نوموړي وویل چې په ټول هېواد کې یو لک او لس زره امنیتي ځواکونه د امنیت ساتلو لپاره په دندو ګمارل شوي دي.

د ایساف ځواکونو ویاند جوزف پلاټس وویل چې د دوي رول د افغان ځواکونو ملاتړ دی او ایساف ځواکونه بیړني حالت ته د ځواب ورکولو لپاره چمتو دي.

”د ولسي جرګې د انتخاباتو پر وخت د ایساف ځواکونو دنده د افغان امنیتي ځواکونو یعنې پولیسو او ملي اردو سره مرسته او د هغوي ملاتړ کول دي، دغه انتخابات د افغانانو په مشرۍ او لارښوونه کیږي.

له میاشتو راهیسې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتو پر دې کار کړي چې دغه انتخابات په امنیتي فضا کې وشي، ایساف ځواکونه ملاتړي رول لري.

ایساف ځواکونه به د رايي ورکونې مرکزونو ته نژدې نه وي، که چېرې افغان دولت د مرستې غوښتنه وکړه، ایساف ځواکونه به داسې بیړني حالت ته د ځواب ویلو لپاره چمتو وي.“

بل خوا وسلوالو طالبانو د یوې مطبوعاتي اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات یوه ناکامه او تېر ایستونکې پروسه بللې.

طالبانو هوډ څرګند کړی چې د دې پروسې د عملي کېدو د مخنیوي لپاره خپله ټوله وسه وکړي.

یو شمېر څارونکې هم په دې اند دي چې نا امني به په انتخاباتو څارنه ستونزمنه کړي او د درغلیو ته به لاره هواري کړي، خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او افغان دولت ویلي چې د شفافو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کولو لپاره به له ټولو امکاناتو ګټه واخلي.

معصوم میوند ـ کابل
XS
SM
MD
LG