د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

د فیفا په ګډون یو شمېرسازمانونو ددغو انتخاباتو د څارنې تکل کړی


د ازادو او عادلانه انتخاباتو یا فیفا اجرایوي مشر جانداد سپین غر او د فیفا افتخاري مشر نادر نادري
د ازادو او عادلانه انتخاباتو یا فیفا اجرایوي مشر جانداد سپین غر او د فیفا افتخاري مشر نادر نادري

د افغانستان د ازادو اوعادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا وایي چې دا بنسټ به د ولسي جرګې د انتخاباتو په ورځ د هېواد په څلور دیرش ولایتونو کې خپل څار پیل او د راېو تر شمېرلو تر پایه پورې به دوام وکړي.

د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو د امنیت په اړه له موجودو اندېښنو سره سره د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا فیفا په ګډون یو شمېر سازمانونو په دغو انتخاباتو د څارنې تکل کړی دی.

د فیفا افتخاري مشر نادر نادري د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د انتخاباتو په ورځ به فیفا د څلور دیرش ولایتونو په مرکز او دوه سوه دوه ویشت ولسوالیو کې اوه زره څارونکي ولري چې په دې ډله کې له دوه زرو څخه به زیاتې ښځې وي.

ښاغلي نادري وویل چې څارونکي به یي هڅه وکړي تر څو د انتخاباتو په ورځ له هر ډول درغلۍ مخنیوي وکړي:

(په ټولیزه توګه د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ په څلور دیرش ولایتونو کې به د انتخاباتو له جریان څخه څار وکړي.

موږ به د هېواد په دوه سوه شپږ پنځوس ولسوالیو کې چې د څلور دیرش ولایتونو مرکزونه او دوه سوه دوه ویشت ولسوالۍ کې کیږي وو،زموږ څار د انتخاباتو له پیل سره شروع کیږي ان د راېو تر شمېرلو پورې.)


په دې غونډه کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو یا فیفا اجرایوي مشر جانداد سپین غر وویل چې د فیفا د بنسټ څارونکو د ولسي جرګې د کاندیدانو د کمپاینونو پر مهال نږدې شپږ سوه انتخاباتي سرغړونې او دوه سوه اوه پنځوس امنیتي پېښې ثبت کړي دي.

نوموړي اندېښنه وښوده چې د کاندیدانو د کمپاینونو پر مهال د یو شمېر وزیرانو، پر ګډون سیمه ایزو دولتي چارواکو په ښکاره توګه درې سوه لس ځله د ځانګړو کاندیدانو ملاتړ کړی دی.

ښاغلي سپین غر د انتخاباتو د پروسې له کار کوونکو څخه وغوښتل ترڅو د انتخاباتو په ورځ خپله بې طرفي وساتي:

(د جعلي رايي پاڼو څخه دې ټول خاطر جمع وي، ځکه تر اوسه زموږ د څارونکو له خوا داسې رايي پاڼې هیڅ نه دي لیدل شوي، خو د جعلي کارتونو په اړه تشویش شته دی، خو کمیسیون چې کوم میکانزمونه لري امکان لري چې دا کارتونه ونه کارول شي که کارول کیږي شاید کم وي.

کمیسیون ته زموږ وړاندیز دادی چې خپل ټول سیستمونه دې په کار واچوي او کار کوونکي یي که چېرې خپله بې طرفي وساتي نو فکر کوم چې د انتخاباتو په ورځ به د هر ډول درغلیو مخنیوی وکړي.)


د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ همدا راز وویل چې د ولسي جرګې د کاندیدانو د نوم لیکنې له پیل راهیسي د انتخاباتي کمپاینونو تر پایه پورې څلور کاندیدان له شلو څخه زیات د کاندیدانو کمپاین کوونکي،وژل شوي او نږدې پنځلس نور د کاندیدانو ملاتړي ټپیان دي.

دوي وایي که څه هم د ولسي جرګې د انتخاباتو په ورځ به ترټولو لویه ستونزه نا امني وي خو له خلکو څخه یي وغوښتل ترڅو په انتخاباتو کې په پراخه کچه ګډون وکړي او خپل د خوښي کاندید ته رایه ورکړي.

دا بنسټ وایي که چیرې د شنبې په ورځ په انتخاباتو کې د خلکو ګډون پراخ وي نو د درغلیو د مخنیوي امکان یي زیات دی.

راپور: ذکیه غیاثی
XS
SM
MD
LG