د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۱

چهار شنبې د سپټمبر 15مه


لوېدیځو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې د ولسي جرګې راتلونکي انتخاباتو او د وسله والو طالبانو غښتلتیا په اړه مطالب خپاره کړي دي، چې زموږ همکار جان اقا الکوزي ورته لنډه کتنه کړه او لاندني مطالب یې ترې چاڼ کړي دي.

کریسچن ساینس مانیټر:

کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې "د افغانستان راتلونکی آزمیښت" تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او د ولسي جرګې د انتخاباتو په مخکې پرتې ستونزې یې بیان کړي دي.

ورځپاڼه لیکي، دا چې په افغانستان کې شخړې مخ په زیاتېدو دي، په کابل کې سیاسي سیستمونه مات ګوډ دي، د ولسي جرګې انتخابات ممکن د درغلیو او د پیسو په بدل کې د رایو د پیرنې له وجې هم له ستونزو سره مخامخ شي او دا کار به زیات شمېر استعداد لرونکي ځوانان له سیاست نه زړه توري او نا هیلې کړي.

کریسچن ساینس مانیټر لیکي، د ولسي جرګې په راتلونکو انتخاباتو کې د یوه شخص د ګټلو او یا بایللو مساله زیاته مهمه نه ده بلکې مهمه دا ده، چې د رایو په نتیجه کې باید یو داسې پارلمان جوړ شي، چې د حکومت په چارو نظارت وکړې او وکیلان د افغانستان په سیاسي ډګر کې د خپلو موکلانو ګټې خوندي کړي.

د ملي شورا په اړه عادي افغانان په دې بارو دي، چې زیات شمېر موجود وکیلان د خپلو جیبونو ډکولو په فکر کې دي. دوی باید له ۲۵۰۰ کاندیدانو څخه د خپلې خوښې کسان انتخاب کړي.

څیړونکي په دې باور دي، چې دا ځل د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ممکن د جمهوري ریاست د انتخاباتو په مقایسه لږ شمېر کسان راي ورکړي. دا مهال په افغانستان کې د تېرو انتخاباتو په نسبت شخړې زیاتې شوي او اکثر کاندیدان خپل شخصي ساتونکي لري.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې ”طالبان په افغانستان کې سیاسي ونډې ته سترګې په لار دي“ تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خاص استازي او ځینو افغان چارواکو په حواله لیکي، که څه هم چې طالبانو د ولسي جرګې راتلونکي انتخابات غندلي او د مخنیوي ګواښونه یې کوي.

خو یوشمېر کسانو یې له ځینو کاندیدانو سره اړیکې ټینګې کړې او هیله مند دي، چې د سیاست په ډګر کې به ورته ځاي پیدا شي.

واشنګټن پوسټ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خاص استازي سټیفن ډي مسټورا خبره راخیستې چې وایي، د طالبانو په دریځ کې هر ډول بدلون چې د ټوپک په ځای د رایو صندقونو ته لاړ شي، که کوچنی هم وي، غوره دی.

ورځپاڼه د ملګرو ملتونو د خاص استازي د خبرو په دوام کې لیکي، د وسله والو مخالفانو استازي ممکن په دې فکر وي، مخکې له هغې چې په راتلونکي مني کې د جمهور رییس کرزي حکومت د سولې خبرې پیل کړي، دوي باید خپل سیاسي دریځ پیاوړی کړي.
XS
SM
MD
LG