د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

معنوي او م.م:هیڅوک به ونه شي کړای چې څوځلې رایې ورکړي


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس فضل احمد معنوي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي سټیفن ډې مستورا
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس فضل احمد معنوي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي سټیفن ډې مستورا

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او دغه راز په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو سازمان وایي چې د ولسي جرګې راتلونکو انتخاباتو ته تیاری ښه روان دی او هڅه کیږي چې له هرډول درغلۍ پرته ترسره شي.

په افغانستان کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په درشل کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو سازمان ډاډ ورکوي چې انتخابات به له درغلیو پرته ترسره شي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس فضل احمد معنوي د سې شنبې په ورځ په کابل کې د دې هېواد لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي سره په یوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وویل که څه هم زرګونه جعلي کارتونه چاپ او راوړل شوي خو هیڅوک به ونه شي کولای چې دغه ډول جعلي کارتونه وکاروي.

د ښاغلي معنوي په خبره امنیتي ارګانونو دوي ته ډاډ ورکړی چې درغلي کوونکي به ونیسي او دغه راز د راېو د اصلي او جعلي کارتونو تر منځ ډیر توپیر هم موجود دی:

(د رایې کوم کارتونه چې د انتخاباتو د کمیسیون له خوا ویشل شوي مهمې ځانګړتیاوې لري او له تقلبي کارتونو سره توپیر کېداې شي، خو بیا هم که چیرې تر انتخاباتواو یا هم د انتخاباتو په ورځ داسې کسان ولیدل شي چې ډیر او جعلي کارتونه ورسره وي یا څو ځلې رایه ورکړي قانوني ارګانونو ته به وسپارل شي).

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د رایې لسګونه زره کارتونه له افغانستان څخه بهر چاپ او دې هېواد ته راوړل شوي.

په عین حال کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس او په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازی هغه رنګ هم خبریالانو ته وښود چې د ولسې جرګې په انتخاباتو کې به کارول کیږي.

دوي وویل چې دا رنګ په ډنمارک کې جوړ شوی او د دوه نوي ساعتونو لپاره د کیمیاوي موادو په واسطه له ګوتونه پاک کیږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي سټیفن ډې مستورا وویل که څه هم له امنیتي پلوه د ولسي جرګې د انتخاباتو تر سره کېدو ته اندیښنې موجودې دي خو څه باندې درې سوه زره بهرنيو او کورنيو څارونکو او پرمخ تللې ټکنالوژۍ او نورو تیاریو ته په پام انتخابات به له درغلیو پرته ترسره شي:

( کوم انتخابات کې چې په مخکې دي له شک پرته به بې عیبه نه وي، خو د افغان چارواکو او د انتخاباتو د کمیسیون له خوا نیول شوېو تیاریو ته په پام موږ ته دا په ګوته کوي چې له تېرو انتخاباتو څخه به دا انتخابات ښه وي).

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس په ډاګه کړه که چیرې ولیدل شي چې د کوم یوه ځانګړي کاندید په ګټه جعلي کارتونه کارول کیږي د هغه کاندید ټولې رایې باطلې اعلانیږي او په خپله به هم عدلي او قضایی ارګانونو ته وسپارل شي.

فضل احمد معنوي څرګنده کړه چې د انتخاباتو ټول اړین مواد د ولایتونو مرکزونو ته رسول شوي او د رایې ورکولو مرکزونو ته یې د لیږدولو لړۍ هم پیل شوې.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د سنبلې یا وږي د میاشتۍ په اووه ویشتمه نېټه ترسره کیږي خو د امنیتي ستونزو له امله په بېلابېلو ولایتونو کې د رایې ورکولو څه باندې زر مرکزونه نه پرانیستل کیږي.

بل لور ته وسله والو مخالفانو ګواښ کړی چې دوې به هرومرو د انتخاتو بهیر ګډوډ کړي خو د افغانستان امنیتي ارګانونو ویلي چې دوی په دې هېواد کې د ډاډمنو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره هڅې کوي او په دې برخه کې نړېوال ځواکونه هم له دوی سره هر اړخیزه مرسته او همکاري کوي.
XS
SM
MD
LG